پاكستان د سېلاب له امله سختو ستونزو سره مخ دے٬خپل ورور سره به هر ډول مرسته كوو۔چين

بيجنګ 12 ستمبر (اے پي پي)چين وئېلي دي لكه د نور كله سږ كال هم پاك چين دوستي په هر ډول حالاتو كښې د اوسپنې مضبوطه ده٬ دخپل ورور سره به هر ډول مرسته كوو۔پاكستان د څو ورځو راهيسې سخت سېلاب سره مخ دے چې له امله يې 1 زر څخه زيات كسان په حق رسېدلي او 33 ملين(3 كروړه 30 لكه)نه زيات ځپلې شوي٬د سيټلائټ جائزو څخه معلومېږي چې …

بيجنګ 12 ستمبر (اے پي پي)چين وئېلي دي لكه د نور كله سږ كال هم پاك چين دوستي په هر ډول حالاتو كښې د اوسپنې مضبوطه ده٬ دخپل ورور سره به هر ډول مرسته كوو۔پاكستان د څو ورځو راهيسې سخت سېلاب سره مخ دے چې له امله يې 1 زر څخه زيات كسان په حق رسېدلي او 33 ملين(3 كروړه 30 لكه)نه زيات ځپلې شوي٬د سيټلائټ جائزو څخه معلومېږي چې د پاكستان د ټولې رقبې لويه بېرخه اوبو ډوبه كړې۔د دې خيالاتو څرګندونه د چين خارجه وزارت آسيا چارو څانګې ډائرېكتر جنرل ليوجن سونګ دوهم پاك چائنه تهنك ټينك ته د خپلې وېنا په مهال كړې۔ده د ګلوبل ټائمز رپورټ حواله وركولو سره ووئيل په پاكستان كښې بارانونو او سېلاب پلونه او سړكونه لاهو كړي او خشكه زمكه په دلدل بدله شوې٬په ځپليو سيمو كښې د تګ راتګ لړۍ ودرېدلې٬ولاړ فصلونه او كورونه تباه شوي اوسېدونكي بې كوره شوي او دې سره سره ماشومان د تعليم ترلاسه كولو څخه محروم شوي۔ده ووئيل د چين اولس د پاكستان سره همدردي لري او په دې دړد كښې شريك دے٬دې سره سره مونږ د پاكستاني اولس د قوي كردار ستائنه كوو څوك چې پخپله د رېليف لپاره يوځاې شوي او په تندۍ سره د خپلو كورونو بيا رغونه یپل كوي۔ده چين او پاكستان دوه وروڼه ګرځولو سره ووئېل دواړو په هر سخت وخت كښې د يو بل مرسته كړې۔ده ووئيل مونږ دا چرته هم نه شو هېرولې چې په كال 2008 كښې د وينچوان زلزلې نه پس پاكستان په سمدستي توګه د پوځي الوتكو د لارې ټېنټ او نور سامان راولېږلو۔ليوجن سونګ ووئيل د خپل ورور ستونزې خپلې ستونزې ګڼو٬دلته د سېلاب نه پس صدر شي جن پنګ او وزيراعظم لي كي چيانګ صدر ډاكټر عارف علوي او وزيراعظم محمد شهباز شريف ته د غمرازۍ پیغامونه لېږلي۔ده ووئيل چين د سي پیك فريم ورك له مخې پاكستان ته 4 زره خيمې او 50 زره كمبلې او 50 زره واټر پروف سامان وركړے۔ډائرېكټر جنرل ووئېل چائنا انټرنېشنل ډوېلپمنټ كوآپرېشن ايجنسۍ(سي آئي ډي سي اے)د لارې چين پاكستان ته 100 ملين يو آن بېړنې انساني مرسته هم وركړی٬د اګست په آخر كښې په 25 زرو كښې وړومبې 3 زره خيمې د چين پوځي الوتكو د لارې سيچوان صوبې څخه پاكستان ته لېږلې شوي او څنګه چې لا سېلابي صورتحال رامخې شو نو سيډا د بشري نغده مرسته كښې 300 ملين يو آن زيات كړل ۔ده ووئيل د نورې سمدستي مرستې پشان د سبزيانو او خيمو بندوبست كېږي٬د چين اولس هم مرسته كوي٬د پاكستان سفارتخانې د بېړني مرستې اكاؤنټ پرانستلو سره په څو ساعتو كښې دننه 1 ملين يو آن عطيات ترلاسه كړي تر دې چې بيجنګ سره تعلق لرونكو د پرائمري سكول زده كوونكو لو ان منګ سوان د خپل جيب خرچه عطيه كړې۔ده ووئيل د چين د مرستې رضا كارې ډلې هم پاكستان ته رسېدلې دي۔ده ووئيل په پاكستان كښې د چين كمپنو د ځپليو سړكونو او پلونو مرمت كولو كښې وړاندې والے كړے٬ دغسې په اوسنۍ كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف د سيچوان په لوډنګ كاؤنټي كښې د زلزلې له امله مړو او ژوبل شوو سره د يووالي څرګندونه كړی۔

مزید خبریں