ملګري ملتونه 12 ستمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سيكرټري جنرل انتونيو ګوتيرس سيلاب مخنيوي لپاره په قامي او په سيمه ايزه كچه د پاكستان پوځ او حكومت ت د مرستې په هلو ځلو پيرزوئنې وړاندې كولو سره د پاكستان لپاره په سمدستي توګه په مالي مرسته زور راوړے ٬ ده ووئيل پاكستان كښې سيلاب ځپلي سيمه زما د هېواد پرتګال د مجموعي رقبې څخه يو په درې زياته …
د سيلاب مخنيوي لپاره پاكستان سره په سمدتي توګه او پراخه مالي مرستي ته اړتيا ده ۔ د ملګرو ملتونو سيكرټري جنرل

مزید خبریں
ملګري ملتونه 12 ستمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سيكرټري جنرل انتونيو ګوتيرس سيلاب مخنيوي لپاره په قامي او په سيمه ايزه كچه د پاكستان پوځ او حكومت ت د مرستې په هلو ځلو پيرزوئنې وړاندې كولو سره د پاكستان لپاره په سمدستي توګه په مالي مرسته زور راوړے ٬ ده ووئيل پاكستان كښې سيلاب ځپلي سيمه زما د هېواد پرتګال د مجموعي رقبې څخه يو په درې زياته ده۔ د پاكستان دورې په آخر په كراچۍ كښې د خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل ما په ټوله نړۍ كښې ځينې داسې انساني الميې ليدلي دي خو د ماحولياتي بدلون له امله په دومره لويه توګه بدلون په وړمبي ځل وينم او د دې بيانولو لپاره زما سره الفاظ نشته۔ده ووئيل زه د سيلاب ځپليو په ستونزو او تكليفونو افسوس كوم ٬ دې سره سره ما د مرستي كاركنانو او عامو وګړو په سخت وخت كښې د خپلو خويندو او وروڼو مرسته كول ، د انساني همدردۍ په بنياد په لويه توګه مرسته او د هيروازم ښه مثالونه هم وليكل ۔ده د سيلاب مخنيوي لپاره په قامي او په سيمه ايزه كچه د پاكستان پوځ او حكومت ته د مرستې په هلو ځلو پيرزوئنې وړاندې كولو سره د پاكستان لپاره په سمدستي توګه په مالي مرسته زور راوړو ۔ دغسې ده ځپليو سيمو كښې په دې سخت وخت كښې د سول سوسائټي، انساني تنظيمونو او ملګرو ملتونو اهلكارو او ډونرز د اړخه د انساني همدردۍ په بنياد د پاكستان په مرسته كولو د هغوي مننه وكړه۔










