برازيل كښې د مسافرو بېړۍ ډوبېدو له امله 14 كسه مړه او 26 بې دركه شول

برازيليا 09 ستمبر (اے پي پي) د برازيل بيلم ښار سره نزدې د مسافرو بېړۍ ډوبېدو په نتيجه كښې 14 كسه مړه او 26 بې دركه شوي۔د چين خبري اژانس له مخې بېړۍ د كمار او بيلم ښار ترمينځه په سفر وه كله چې د سعودادے پولې ته نزدې ورسيده نو تېزو چپو او د زياتو مسافرو په سبب ډوبه شوه۔د برازيل پبلك سېكورټي سېكرټرېټ(سيګپ)له مخې د بېړۍ ډوبېدو سمدستي پس ساحلي اهلكارو٬لامبوزنو د 9 بېړيو او يوې چورلكې په مرسته مړي راويستلي او د بې دركه شوو كسانو لټون لپاره سرچ اينډ رېسكيو اپرېشن لا روان دے