په ټانك ضلع كښې د سېلاب او بارانونو له امله 1600 كورونه په مكمل او 2 زره نزدې په جزوي توګه تباه شوي۔ضلعي انتظاميه

پېښور 07 ستمبر (اے پي پي) په ټانك ضلع كښې د سېلاب او بارانونو له امله 1600 كورونه په مكمل او 2 زره نزدې په جزوي توګه تباه شوي۔د ټانك ضلعي انتظاميې وېنا ده د طوفاني بارانونو او سېلاب له امله په ټانك ضلع كښې د ټولو دريو لويو سړكونو پشمول 70 سړكونه ځپلې شوي چې پكښې 65 سړكونه كليئر شوي او په پنځو كار روان دے۔د ضلعي انتظاميې له …

پېښور 07 ستمبر (اے پي پي) په ټانك ضلع كښې د سېلاب او بارانونو له امله 1600 كورونه په مكمل او 2 زره نزدې په جزوي توګه تباه شوي۔د ټانك ضلعي انتظاميې وېنا ده د طوفاني بارانونو او سېلاب له امله په ټانك ضلع كښې د ټولو دريو لويو سړكونو پشمول 70 سړكونه ځپلې شوي چې پكښې 65 سړكونه كليئر شوي او په پنځو كار روان دے۔د ضلعي انتظاميې له مخې د سېلاب له امله د 116 سكولونو پشمول 23 هېلت يونټس هم ځپلې شوي او 247 څاروي د سېلاب له امله مړه شوي دي ۔

مزید خبریں