كابل 05 ستمبر (اے پي پي) د افغانستان په پايه تخت كابل او ختيځ كونړ ولايت كښې د 5.3 درجې شدت د زلزلې جړقونه محسوس شوي ٬ چې په نتيجه كښې ئې 6 كسان مړه او 9 ژوبل شوي، په زلزله كښې ګن شمېر كورونه تباه شوي. د چين مېډيا له مخې چارواكو وئيلي دي زلزله د ګل په ورځ راغلې او مركز ئې د ننګرهار ولايت د سرښار جلال …
په افغانستان كښې د 5.3 شدت په زلزله كښې 6 كسان مړه او 9 ژوبل شول ، په زلزله كښې ګن شمېر كورونه تباه شوي

مزید خبریں
كابل 05 ستمبر (اے پي پي) د افغانستان په پايه تخت كابل او ختيځ كونړ ولايت كښې د 5.3 درجې شدت د زلزلې جړقونه محسوس شوي ٬ چې په نتيجه كښې ئې 6 كسان مړه او 9 ژوبل شوي، په زلزله كښې ګن شمېر كورونه تباه شوي. د چين مېډيا له مخې چارواكو وئيلي دي زلزله د ګل په ورځ راغلې او مركز ئې د ننګرهار ولايت د سرښار جلال آباد څخه د 38 كلوميټره په فاصله ؤ. يو چارواكي وئيلي دي د زلزلې ځاني او مالي زيان معلولو لپاره سروے پېل كړې شوې. د يادونې وړ ده سږ كال په پكتيكا او خوست ولايتونو كښې د جون د 22مې نېټې په زلزله كښې د يو زر نه زيات كسان مړه او د 3 زرو نه زيات ژوبل شوي وو.










