ايران په افغانستان كښې په جومات كښې د بمي چاؤدني غندنه وكړه

تهران 03 ستمبر (اے پي پي) د ايران د خارجه چارو وزارت د افغانستان لويديز ښار هرات په يو جومات كښې د بمي چاؤدني سخته غندنه كړې ده۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د وزارت په ويب سائټ وياند ناصر كناني افغانستان كښې د ترهه ګرو د اړخه د بريدونو په تسلسل د تشويش څرګندونه كولو سره وئيلي چې ايران افغانستان كښې شدت خوښي ، تشدد او د …

تهران 03 ستمبر (اے پي پي) د ايران د خارجه چارو وزارت د افغانستان لويديز ښار هرات په يو جومات كښې د بمي چاؤدني سخته غندنه كړې ده۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د وزارت په ويب سائټ وياند ناصر كناني افغانستان كښې د ترهه ګرو د اړخه د بريدونو په تسلسل د تشويش څرګندونه كولو سره وئيلي چې ايران افغانستان كښې شدت خوښي ، تشدد او د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې هغوي سره ولاړ دې۔ده ځپليو كورنيو سره غمراي كولو سره د ژوبل كسانو زر روغتيا له دعا اوكړه۔دا خبره دې ياده وي چې يو ځائې چارواكي ووئيل د جمعې په ورځ د افغانستان لويديز ښار هرات په يو جومات كښې د چاؤدني په نتيجه كښې 18 كسان مړه او 23 ژوبل شوې ؤ۔

مزید خبریں