د ايران خارجه وزير د روس دوره٬د روسيې خپل هم څنګ سره ملاقات

ماسكو 01 ستمبر (اے پي پي)د ايران خارجه وزير حسېن امير عبدالهيان د روس دورې په مهال د روسيې خپل هم څنګ سرګئ لاروف سره ملاقات كړے او د دواړو هېوادونو ترمينځه د دوه اړخيزه مرستې جامع لوظ نامې ته په حتمي شكل وركولو ئې د خيالاتو څرګندونه كړې۔د چين ابلاغ ذريعو له مخې د دواړو هېوادونو خارجه وزيرانو د ملاقات نه پس په شريك بريفنګ كښې وئېلي دي د …

ماسكو 01 ستمبر (اے پي پي)د ايران خارجه وزير حسېن امير عبدالهيان د روس دورې په مهال د روسيې خپل هم څنګ سرګئ لاروف سره ملاقات كړے او د دواړو هېوادونو ترمينځه د دوه اړخيزه مرستې جامع لوظ نامې ته په حتمي شكل وركولو ئې د خيالاتو څرګندونه كړې۔د چين ابلاغ ذريعو له مخې د دواړو هېوادونو خارجه وزيرانو د ملاقات نه پس په شريك بريفنګ كښې وئېلي دي د لوظ نامې دستاويز به تزويراتي اهميت لري او د راتلونكو لسيزو لپاره روس د ايران اړيكو ته د ودې وركولو لپاره بنيادي اصول مرتب كوي۔د ايران خارجه وزير ووئيل ايران روسيې سره تجارتي او اقتصادي اړيكو قوي كولو لپاره چمتو دے او د توان څانګې پشمول موجوده شراكت داري ته پراختيا وركولو لپاره پراخا موقعې لري

مزید خبریں