سرينګر 31 اګست (اے پي پي)په مقبوضه جمو كشمير كښې د تحريك مزاحمت قائد سيد علي ګېلاني په وړومبي تلين به هغه ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو لپاره سبا د ستمبر په وړومبۍ نېټه مكمل هړتال كولې شي او د سرينګر د حېدر پوره سيمې په پلو به مارچ كولې شي۔د كشمير مېډيا سروس له مخې سيد علي ګېلاني تېر كال د ستمبر په وړومبۍ نېټه د هندي پوليس …
د سيد علي ګېلاني د وړومبي تلين په مهال به د ستمبر په وړومبۍ نېټه په مقبوضه جمو كشمير كښې مكمل هړتال وي٬د حېدر پوره په پلو به مارچ كولې شي

مزید خبریں
سرينګر 31 اګست (اے پي پي)په مقبوضه جمو كشمير كښې د تحريك مزاحمت قائد سيد علي ګېلاني په وړومبي تلين به هغه ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو لپاره سبا د ستمبر په وړومبۍ نېټه مكمل هړتال كولې شي او د سرينګر د حېدر پوره سيمې په پلو به مارچ كولې شي۔د كشمير مېډيا سروس له مخې سيد علي ګېلاني تېر كال د ستمبر په وړومبۍ نېټه د هندي پوليس په حراست كښې په حېدر پوره سرينګر كښې په خپله استوګنه شهادت ترلاسه كړے و چرته چې هغه د يوې لسيزې نه تر زياته موده پرله پسې نظر بند ساتلې شوے و۔د هړتال او مارچ غږ كل جماعتي حريت كنفرنس وركړې او دحريت نورو تنظيمونو يې ملاتړ كړې۔كل جماعتي حريت كنفرنس علماﺀ كرامو ته وئېلي دي چې دوي دې سيد علي ګېلاني ته پېرزوئنې وړاندې كړې او په جوماتونو كښې د خاص دعاګانو اهتمام وكړي










