كوئټه 30 اګست (اے پي پي) په بلوچستان كښې د 24 ساعتونو په مهال د بارانونو له امله په بېلو پېښو كښې نور 2 تنه په حق رسېدلي دي او د دې نه پس د مرګونو مجموعي شمېره 250 ته رسېدلې ده۔ د پي ډي اېم اے وياند لخوا جاري شوي رپورټ له مخې په بلوچستان كښې د يكم جون څخه تراوسه د مړو شويو شمېره 250 ته رسېدلې چې …
په بلوچستان كښې د سېلاب تباهۍ روانه٬ مرګونه 250 ته رسېدلې

مزید خبریں
كوئټه 30 اګست (اے پي پي) په بلوچستان كښې د 24 ساعتونو په مهال د بارانونو له امله په بېلو پېښو كښې نور 2 تنه په حق رسېدلي دي او د دې نه پس د مرګونو مجموعي شمېره 250 ته رسېدلې ده۔ د پي ډي اېم اے وياند لخوا جاري شوي رپورټ له مخې په بلوچستان كښې د يكم جون څخه تراوسه د مړو شويو شمېره 250 ته رسېدلې چې پكښې 117 سړي٬ 60 مېرمنې او 73 ماشومان شامل دي۔ تر ټولو زيات مرګونه په كوئټه كښې شوي۔ د پي ډي اېم اے رپورټ له مخې د سېلابي اوبو او بارانونو له امله په مجموعي توګه په بلوچستان كښې 61 زره 718 كورونو ته زيان رسېدلې٬ 1 لك 45 زره 936 څخه زيات څاروي د سېلاب په اوبو كښې ډوب شوي او تراوسه په مجموعي توګه په 2 لكه ايكړ زمكه ولاړو فصلونو ته زيان رسېدلې










