ملګرو ملتونو د پاكستان حكومت سره په ګډه د سېلاب ځپليو ضروريات پوره كولو لپاره د 160 ملين ډالرو د فليش اپيل اعلان وكړو

ملګري ملتونه 30 اګست (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريس وياند سټيفن ډوجارك وئېلي دي چې ملګرو ملتونو د پاكستان حكومت سره په ګډه د سېلاب ځپليو ضروريات پوره كولو لپاره د 160 ملين ډالرو د فليش اپيل منصوبه جوړوي۔ ده ووئيل چې د ملګرو ملتونو ډله په ټول پاكستان كښې د بارانونو او سېلاب مخ نيوي لپاره خپل ردعمل تندوي چې پكښې د يو زر …

ملګري ملتونه 30 اګست (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريس وياند سټيفن ډوجارك وئېلي دي چې ملګرو ملتونو د پاكستان حكومت سره په ګډه د سېلاب ځپليو ضروريات پوره كولو لپاره د 160 ملين ډالرو د فليش اپيل منصوبه جوړوي۔ ده ووئيل چې د ملګرو ملتونو ډله په ټول پاكستان كښې د بارانونو او سېلاب مخ نيوي لپاره خپل ردعمل تندوي چې پكښې د يو زر څخه زيات كسان په حق رسېدلي دي۔ ده ووئيل چې دا خواست به د نهې په ورځ په يو وخت د جنيوا او اسلام آباد څخه پیل كولې شي۔ ده ووئيل چې ملګرو ملتونو وړاندې د سېلاب ځپليو لپاره تقريبا 7 ملين ډالر جمع كړې دي چې پكښې په موجوده پروګرامونو او وسائلو كښې ډېر ضروري ضروريات پور كول شامل دي۔ده ووئيل چې په روانې مرسته كښې د د خوراك مرسته او غذائيت٬طبي سامان او خذمت٬پاكې اوبه٬د ماشومانو د زېږېدو په وخت مرسته٬د څاورو ويكسينېشن او پناه ځايونه شامل دي۔ وياند ووئيل چې د دې نه علاوه د ملګرو ملتونو سينټر ايمرجنسي رسپانس فنډ د روغتيا٬غذائيت٬خوراك٬اوبه٬صفائي او د حفظان صحت خذمت وركولو لپاره 3 ملين ډالر بېل كړې شوي دي د كومو چې تر ټولو زيات ضرورت دې

مزید خبریں