بيجنګ 29 اګست (اے پي پي) افغانان او د ګردې نړۍ اولس په افغانستان كښې د امريكې په مشرې كښې شوې جنګ په بشپړه توګه ناكامي ګرځولو سره وئيلي دي چې دې جنګ خپل مقاصد نه دې ترلاسه كړي۔ د سي جي ټي اين تھنک ټينک او د چين رينمن يونيورسټي چائنيز انسټي ټيوټ آف پبلك اوپينين د اوسنۍ سروے له مخې د افغانستان په پنځو كښې څلور وګړي دا …
د افغانستان په ضد د امريكې جنګ په بشپړه توګه ناكامي وه۔ سروے رپورټ

مزید خبریں
بيجنګ 29 اګست (اے پي پي) افغانان او د ګردې نړۍ اولس په افغانستان كښې د امريكې په مشرې كښې شوې جنګ په بشپړه توګه ناكامي ګرځولو سره وئيلي دي چې دې جنګ خپل مقاصد نه دې ترلاسه كړي۔ د سي جي ټي اين تھنک ټينک او د چين رينمن يونيورسټي چائنيز انسټي ټيوټ آف پبلك اوپينين د اوسنۍ سروے له مخې د افغانستان په پنځو كښې څلور وګړي دا خيال لري زمونږ د هېواد په ضد د امريكې جنګ خپل مقاصد ترلاسه كولو كښې پاتې راغلې ٬ دا سروے د افغانستان پشمول 24 هېوادونو كښې شوې چې له مخې ئې د ګردې نړۍ په دريو كښې د دوه نه زيات كسان دا رائې لري چې امريكا په افغانستان كښې په بشپړه توګه ناكامه شوې ده۔ امريكې په كال 2001 كښې د افغانستان په ضد جنګ پېل كولو سره د ترهګرۍ مقابله كولو بيان كړې شوې خپل هدف سر كړې خو د 75.2 فيصده افغانانو ځواب دا دې چې په داسې بهانو د يو خپلواكه هېواد تخته اپوټه كول په بشپړه توګه غلط ٶ، دې ځواب سره 62.4 فيصده نړيوالو ځواب وركوونكو اتفاق كړې دې٬ په افغانستان كښې د خپلې موجودګۍ په پېل كښې د مستحكم٬ قوي او سوكاله افغانسان د تعمير لوظ كړې ٶ بيا هم د 79 فيصده افغانانو خپل ځواب كښې د دې خيال څرګندونه كړې وه چې امريكې خپل لوظ نه دې ترسره كړې چې په سبب ئې امريكا په نړيواله ورورولۍ كښې خپل عزت څخه محرومه شوې










