شانګله 28 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم صلاحكار انجينئر امير مقام د اتوار په ورځ په شانګله كښې د سېلاب ځپيلو سيمو دوره كړې۔ د شانګله ډپټي كمشنر د سېلاب زيان او بحالۍ په اړه بريفنګ وركړو۔ په دې موقع د وزيراعظم صلاحكار د سېلاب ځپليو كورنيو سره همدردي وكړه او د هغوي د املاك په زيان ئۍ د غم دړد څرګندونه وكړه۔ ده په سترو لارو د تګ …
د وزيراعظم صلاحكار انجينئر امير مقام په شانګله كښې د سېلاب ځپيلو سيمو دوره وكړه

مزید خبریں
شانګله 28 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم صلاحكار انجينئر امير مقام د اتوار په ورځ په شانګله كښې د سېلاب ځپيلو سيمو دوره كړې۔ د شانګله ډپټي كمشنر د سېلاب زيان او بحالۍ په اړه بريفنګ وركړو۔ په دې موقع د وزيراعظم صلاحكار د سېلاب ځپليو كورنيو سره همدردي وكړه او د هغوي د املاك په زيان ئۍ د غم دړد څرګندونه وكړه۔ ده په سترو لارو د تګ راتګ جاج واخستو۔ انجينئر امير مقام په كروړه كښې د آر اېچ سي د تباه شوې ودانۍ څارنه وكړه او د شاه پور كانا روډ پشمول د تباه شويو سترو لارو تفصيلي جائزه ئې واخسته۔انجينئر امير مقام د اېن اېچ اے اهلكارو ته په سترو لارو تګ راتګ په هر صورت كښې د باوري كولو هدايت وكړو۔ په دې موقع ده د برېښنا ترسيل هم باوري كولو احكامات جاري كړل۔ ده په بشام(شنګ)كښې د سېلاب په مهال په حق رسېدلې دوه ځوانانو وروڼو كورنۍ سره غمرازي ښكاره كړه۔ ده ووئيل چې د غم په دې وخت كښې مونږ غم جنې كورنۍ سره يو۔ ده غم جنې كورنۍ ته د وفاقي حكومت لخوا د يو تن په سر د لس لكه روپو د مرستې وركولو اعلان هم وكړو










