پېښور 27 اګست (اے پي پي) منډا هيډوركس د سېلاب اوبو وړې. په چارسده٬نوښار او خوا او شاه سيمو كښې د سېلاب خطر دے٬ د انتظاميې لخوا الرټ جاري كړی شوے۔ د انتظاميې له مخې د اګست په 26مه نېټه د شپې په 11 بجې په چارسده كښې د منډا هېډوركس نيمه برخه سېلابي اوبو له امله تباه شوې او دوه ډسچارج كنټرول سېكشن سېلابي اوبو وړي دي٬سېلابي اوبه په …
منډا هيډوركس د سېلاب اوبو يوړو٬نوښار او خوا او شاه سيمو كښې د سېلاب خطره٬د انتظاميې لخوا الرټ جاري

مزید خبریں
پېښور 27 اګست (اے پي پي) منډا هيډوركس د سېلاب اوبو وړې. په چارسده٬نوښار او خوا او شاه سيمو كښې د سېلاب خطر دے٬ د انتظاميې لخوا الرټ جاري كړی شوے۔ د انتظاميې له مخې د اګست په 26مه نېټه د شپې په 11 بجې په چارسده كښې د منډا هېډوركس نيمه برخه سېلابي اوبو له امله تباه شوې او دوه ډسچارج كنټرول سېكشن سېلابي اوبو وړي دي٬سېلابي اوبه په تندۍ سره د لاندې سيمو پلو روانې دي۔ د انتطاميې لخوا الرټ جاري كړی شوې۔ په چارسده٬نوښار او خوا او شاه سيمو كښې د سېلاب خطره ده۔ د انتظاميې لخوا اولس ته خواست شوے چې د كومې هم ممكنه پیښې څخه بچ كېدو لپاره خپل ځان او خپلو بچو بچ كولو په خاطر د خپلو كورونو څخه نه راوځۍ او د حكومت لخوا د مقرر كړی شويو كيمپونو پلو لاړ شۍ له بلې خوا فلډ فور كاسټنګ ډويژن او د پاكستان ميټرولوجيكل ډيپارټمنټ راتلونكو 24 ساعتونو په مهال په نوښار ضلع كښې د هائي ليول 300000 كيوسك سېلاب تېرېدو وراننګ جاري كړے۔ د نوښار ډپټي كمشنر په ټوله ضلع كښې د فلډ ايمرجنسي نافذ كولو اعلان كړے۔ د ضلعيې انتظاميې لخوا د كابل درياب او دې سره نزدې لاندې سيمو قاسم علی بیګ، کندی تازہ دین، زړہ میانه، امان ګړھ، خیشګی بالاوپایان، نوښار کلاں، چوکی درب، خدزیری، امانکوټ، محب بانډہ، برہ بانډہ، کوترپان، رشکئی، پیرسباق، ګړھی مومن، کیمپ کورونه، بانډہ شیخ اسماعیل او نورو نزدې سيمو او د درياب پغاړه آبادۍ ته د محتاط پاتې كېدو هدايت شوے۔ د نوښار ضلعې انتظاميې په كوم هم ناخوشګوار صورتحال كښې رابطه نمبر99- 09239220098 جاري كړے










