پېښور 26 اګست (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان په خاص هدايت په سوات كښې ايمرجنسي نافذ كړې شوې ۔د رېليف محكمې د ايمرجنسي نفاذ باقاعده اعلاميه جاري كړی۔د سوات سېلاب ځپليو سيمو كښې به د مرستې هلو ځلو لپاره تر 30 اګست ايمرجنسي نافذ العمل وي۔وزيراعلٰی محمود خان ضلعي انتظاميې ته هدايت كښې وئېلې دي چې په ځپليو سيمو كښې د رېليف هلې ځلې لا تندې كړي٬سېلاب ځپليو …
په سوات كښې بېړتې حالت نافذ كړے شو ٬په دې سخت وخت كښې حكومت د سېلاب ځپليو سره ولاړ دے۔د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی

مزید خبریں
پېښور 26 اګست (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان په خاص هدايت په سوات كښې ايمرجنسي نافذ كړې شوې ۔د رېليف محكمې د ايمرجنسي نفاذ باقاعده اعلاميه جاري كړی۔د سوات سېلاب ځپليو سيمو كښې به د مرستې هلو ځلو لپاره تر 30 اګست ايمرجنسي نافذ العمل وي۔وزيراعلٰی محمود خان ضلعي انتظاميې ته هدايت كښې وئېلې دي چې په ځپليو سيمو كښې د رېليف هلې ځلې لا تندې كړي٬سېلاب ځپليو ته د خوراك او څښكلو پاكو اوبو پشمول د ټولو ضروري څيزونو وركولو لپاره دې په بېړني بنيادونو اقدامات وكړے شي۔اړوندې ضلعي انتظاميه دې هر ځپلې كس ته رسنه باوري كړي٬د ځپليو كورنيو ټول زيان راګرځولو لپاره به هر ممكنه هڅې كولې شي۔ده ووئيل په دې سخت وخت كښې حكومت د ځپليو سره ولاړ دے۔سېلاب ځپلې به په هېڅ صورت يواځې پرې نه ښودلې شي او د ځپليو مرستې او بحالۍ لپاره به ټول وسائل كارولې شي










