د هند په كرناټك رياست كښې ټرافېكي پېښه٬ 9 كسه مړه٬ 14 ژوبل

نوې ډېلۍ 25 اګست (اے پي پي)د هند كرناټك رياست په تماكورو ضلع كښې په ټرافېكي پیښه كښې 9 كسه مړه او 14 ژوبل شوي۔د هند ابلاغ ذريعو له مخې د تماكور پوليس وياند مېډيا ته ووئيل دا پېښه سهار د بنګلورو نه څه 90 كلوميټر لرې په نېشنل هائي وے د 48 پر بالینہهلی ګيټ سره نزدې رامخې ته شوې چې پكښې په يو تندرفتار ګاډي كښې 23 كسان …

نوې ډېلۍ 25 اګست (اے پي پي)د هند كرناټك رياست په تماكورو ضلع كښې په ټرافېكي پیښه كښې 9 كسه مړه او 14 ژوبل شوي۔د هند ابلاغ ذريعو له مخې د تماكور پوليس وياند مېډيا ته ووئيل دا پېښه سهار د بنګلورو نه څه 90 كلوميټر لرې په نېشنل هائي وے د 48 پر بالینہهلی ګيټ سره نزدې رامخې ته شوې چې پكښې په يو تندرفتار ګاډي كښې 23 كسان ناست و او ٬د تندرفتارۍ له امله د بل پلو څخه راروان ټرك سره ټكر شو چې په نتيجه كښې يې د دوو ماشومانو او 4 مېرمنو پشمول 9 كسه په ټكي مړه او 14 ژوبل شوي۔د رېسكيو ډلې مړه او ژوب نزدې روغتون ته منتقل كړې دي

مزید خبریں