فلپائن كښې سمندري طوفان٬ 3 كسه مړه٬د مواصلات او برېښنا نظام تباه شوے

منيلا 25 اګست (اے پي پي)په فلپائن كښې د سمندري طوفان ماآن له امله درې كسه مړه او څلور ژوبل شوي۔د چين خبري اژانس له مخې د نېشنل ډيزاسټر رسك رېډكشن اينډ منيجمنټ كونسل چارواكو ووئيل سمندري طوفان د روانې اونۍ په مهال مركزي لوزون جزيرې ته رسېدلے چې له امله يې د فلپائن په 2 شمالي سيمو لوزون او بيكول كښې درې كسه مړه او څلور ژوبل شوي۔د طوفان …

منيلا 25 اګست (اے پي پي)په فلپائن كښې د سمندري طوفان ماآن له امله درې كسه مړه او څلور ژوبل شوي۔د چين خبري اژانس له مخې د نېشنل ډيزاسټر رسك رېډكشن اينډ منيجمنټ كونسل چارواكو ووئيل سمندري طوفان د روانې اونۍ په مهال مركزي لوزون جزيرې ته رسېدلے چې له امله يې د فلپائن په 2 شمالي سيمو لوزون او بيكول كښې درې كسه مړه او څلور ژوبل شوي۔د طوفان له امله نزدې 400 كليو كښې 50 زره كسان ځپلې شوي او په سيمو كښې د 150 كلوميټر يو ساعت په رفتار سيلۍ چلېږي۔د طوفان له امله كورونو ته زيان رسېدلے او د مواصلات او برېښنا نظام هم تباه شوے دے

مزید خبریں