پاكستان او افغانستان كښې د سېلاب ځپليو مرسته كوو۔ملګري ملتونه

ملګري ملتونه 25 اګست (اے پي پي)ملګرو ملتونو وئېلي دي د سختو بارانونو او سېلاب ځیليو بحالۍ لپاره د پاكستان او افغانستان مرسته وركوو ۔د ملګرو ملتونو عمومي سېكرټري انتونيو ګوترش وياند اسټيفن دوجارك وئېلي دي په پاكستان كښې د ملګرو ملتونو ډله تر ټولو زياتې ځپلې صوبې بلوجستان او سندھ كښې د چارواكو مرسته كوي او تراوسه د ملګرو ملتونو ډلې سېلاب ځپليو له د 7 ملين امريكائي ډالرو …

ملګري ملتونه 25 اګست (اے پي پي)ملګرو ملتونو وئېلي دي د سختو بارانونو او سېلاب ځیليو بحالۍ لپاره د پاكستان او افغانستان مرسته وركوو ۔د ملګرو ملتونو عمومي سېكرټري انتونيو ګوترش وياند اسټيفن دوجارك وئېلي دي په پاكستان كښې د ملګرو ملتونو ډله تر ټولو زياتې ځپلې صوبې بلوجستان او سندھ كښې د چارواكو مرسته كوي او تراوسه د ملګرو ملتونو ډلې سېلاب ځپليو له د 7 ملين امريكائي ډالرو له مخې 1100 مېټرك ټنه خوراك وركړے۔ده د پرېس بريفنګ په مهال ده ووئيل د سمدستي ضروريات رسولو نه پس د شريك ردعمل كوټلي كولو او لا وسائل وركولو لپاره يو رسپانس پلان ته حتمي وركړے كېږي۔ده ووئيل په افغانستان كښې د تېرې اوونۍ په مهال د سختو بارانونو او سېلاب له امله ځېنې صوبو كښې د 8200 څخه زياتې كورنۍ ځپلې شوي٬ د 16 نه تر 21 اګست د ناڅاپي سېلاب له امله 63 كسان مړه او 115 ژوبل شوي چې پكښې مېرمنې او ماشومان هم شامل وو۔ده ووئيل نزدې د 3400 كورونو د زيان اندازه لګولې شوې۔ده ووئيل ډلې خوراك٬د څښكلو پاكې اوبه٬خيمې٬د روغتيا سامان او نور ضروري سامان سره سره د خلقو د ژوند بچ كولو مرسته هم كوي۔ده ووئيل سږ كال تراوسه په افغانستان كښې د سېلاب له امله 256 كسان مړه شوي دي

مزید خبریں