په سندھ كښې د سېلاب صورتحال٬په يوه ورځ كښې 32 كسان په حق رسېدلې٬ زيات مرګونه په لاړكانه كښې شوي۔پي ډي اېم اے

لاړكانه24 اګست (اے پي پي)په سندھ كښې په اوسني سېلابي صورتحال كښې د يوې ورځې په مهال 32 كسانو خپل ژوند د لاسه وركړے۔د سندھ پي ډي اېم اے له مخې زيات مرګونه په لاړكانه كښې شوي چرته چې 20 كسان په حق رسېدلې دي۔په دادو كښې څلور او جېكب آباد كښې هم څلور كسان په حق رسېدلې دي۔د پي ډي اېم اے له مخې په سندھ كښې د پشكال …

لاړكانه24 اګست (اے پي پي)په سندھ كښې په اوسني سېلابي صورتحال كښې د يوې ورځې په مهال 32 كسانو خپل ژوند د لاسه وركړے۔د سندھ پي ډي اېم اے له مخې زيات مرګونه په لاړكانه كښې شوي چرته چې 20 كسان په حق رسېدلې دي۔په دادو كښې څلور او جېكب آباد كښې هم څلور كسان په حق رسېدلې دي۔د پي ډي اېم اے له مخې په سندھ كښې د پشكال پېل كېدو نه تراوسه 263 كسان په حق رسېدلي او 701 كسان په بېلا بېلو پېښو كښې ژوبل شوي دي ۔په مړو كسانو كښې 84 سړي٬ 35 مېرمنې او 120 ماشومان شامل دي۔په ژوبل شوو كښې 401 سړي٬ 156 مېرمنې او 144 ماشومان شامل دي

مزید خبریں