د سعودي عرب شاه سلمان مركز لخوا د سوډان سېلاب ځپليو لپاره د مرستې سامان دوه الوتكې روانې كړې شوې

رياض 24 اګست (اے پي پي) د سعودي عرب شاه سلمان مركز لخوا د سوډان سېلاب ځپليو لپاره د مرستې سامان دوه الوتكې د رياض څخه خرطوم ته روانې كړی شوې۔د سعودي خبري اژانس د شاه سلمان مركز لارښود ډاكټر الربيعه مېډيا ته د بريفنګ په اړه ووئيل د شاه سلمان بن عبدالعزيز په هدايت د الوتكو د لارې د مرستې سامان وركولو اپرېشن پېل كړے شوے۔د باران او سېلاب …

رياض 24 اګست (اے پي پي) د سعودي عرب شاه سلمان مركز لخوا د سوډان سېلاب ځپليو لپاره د مرستې سامان دوه الوتكې د رياض څخه خرطوم ته روانې كړی شوې۔د سعودي خبري اژانس د شاه سلمان مركز لارښود ډاكټر الربيعه مېډيا ته د بريفنګ په اړه ووئيل د شاه سلمان بن عبدالعزيز په هدايت د الوتكو د لارې د مرستې سامان وركولو اپرېشن پېل كړے شوے۔د باران او سېلاب له امله ځپلېو سوډانو وروڼو ته په بېړنو بنيادونو مرسته وركولې كېږي۔ده ووئيل په سوډان كښې د سختو بارانونو او سېلاب له امله ګڼ شمېر كسان مړه او ژوبل شوي او املاك ته هم زيان رسېدلے ۔په سوډان كښې د سعودي سفير علي بن حسن جعفر او سوډاني چارواكو د مرستې سامان وړومبې كهيپ وصول كړے۔د سعودي سفير په دې موقع ووئيل د مرستې سامان سوډان په بېلو سيمو او ښارونو كښې سېلاب ځپليو لپاره وركړے كېږي

مزید خبریں