ګلګت 23 اګست (اے پي پي) د ګلګت بلتستان د خزانې وزير جاوېد منوا د ګلګت بلتستان د ډيزاسټر منيجمنټ كمېټۍ غړو سره د سېلاب ځپليو سيمو دوره كړې۔په دې لړ كښې د خزانې وزير په مشرۍ كښې د ډيزاسټر منيجمنټ كمېټۍ غړو داخله سېكرټري غړي اقبال حسېن خان٬د وركس سېكرټري آصف الله خان٬ډائرېكټر جنرل جي بي ډي اېم كمال الدين قمر په خپله وړومبۍ دوره كښې د نګر ضلعې …
د ګلګت بلتستان خزانې وزير د ډيزاسټر منيجمنټ كمېټۍ غړو سره د سېلاب ځپليو سيمو دوره

مزید خبریں
ګلګت 23 اګست (اے پي پي) د ګلګت بلتستان د خزانې وزير جاوېد منوا د ګلګت بلتستان د ډيزاسټر منيجمنټ كمېټۍ غړو سره د سېلاب ځپليو سيمو دوره كړې۔په دې لړ كښې د خزانې وزير په مشرۍ كښې د ډيزاسټر منيجمنټ كمېټۍ غړو داخله سېكرټري غړي اقبال حسېن خان٬د وركس سېكرټري آصف الله خان٬ډائرېكټر جنرل جي بي ډي اېم كمال الدين قمر په خپله وړومبۍ دوره كښې د نګر ضلعې سېلاب ځپليو سيمو څارنه كړی او د سېلاب او بارانونو له امله د شوي زيان جاح ئې اخستے ۔په دې موقع ضلعي انتظاميې د ډيزاسټر منيجمنټ كمېټۍ ته د سېلاب او باران له امله د شوي زيان او بحالۍ اقدامات په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔د خزانې وزير ټولو اړوندو محكمو ته په ځپليو سيمو كښې د رېليف او بحالۍ كارونو تندولو لپاره په ايمرجنسي بنيادونو د اقدامات هدايت وكړو۔ده په دې موقع كمېټۍ د سېلاب ځپليو سره ملاقات وكړو او د زيان ازالې باور وركړو










