د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل غونډه٬د افغانستان لارښودو د سفري بندېزونو څخه د استثنيٰ په تجديد پرېكړه ونه شوه

جنيوا 23 اګست (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل غونډه كښې د افغانستان لارښودو د سفري بندېزونو څخه د استثنيٰ په تجديد كولو پرېكړه ونه شوه۔ د المان خبر رسنې ادارې له مخې د افغانستان د لنډ مهاله حكومت د 13 لارښودو سفري بنديزونو د استثنٰې په تجديد پرېكړه ونه شوه۔ د سلامتي کونسل په 15 غړو مشتمل كمېټۍ د افغانستان بنديزونو پحقله جون كښې د طالبانو دوه …

جنيوا 23 اګست (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل غونډه كښې د افغانستان لارښودو د سفري بندېزونو څخه د استثنيٰ په تجديد كولو پرېكړه ونه شوه۔ د المان خبر رسنې ادارې له مخې د افغانستان د لنډ مهاله حكومت د 13 لارښودو سفري بنديزونو د استثنٰې په تجديد پرېكړه ونه شوه۔ د سلامتي کونسل په 15 غړو مشتمل كمېټۍ د افغانستان بنديزونو پحقله جون كښې د طالبانو دوه وزيران د استثنيٰ فهرست څخه ويستلې وو چې پكښې لنډ مهاله وزير تعليم سيد احمد شېد خېل او د لوړو زدكړو وزير عبدالباقي بصير اول شاه څوك چې د عبدالباقي حقاني په نامه هم پېژندے شي شامل وو٬ په غونډه كښې چين او روس د افغانستان لنډ مهاله حكومت استازو له د سفري بندېزونو څخه د استثنې د فهرست د مستقل تجديد مرسته كړې ده ٬په سلامتي كونسل كښې د چين استازي وئېلې دي د استثنې د وړاندې غوندې اوس هم ضروري ده٬ ده ووئېل د افغانستان د عبوري حكومت د استازو سفري چارې د بشري حقونو سره تړل زيانمندې ګرځېدې شي ٬ د افغانستان د خارجه وزارت وياند پخپل ټويټ كښې سلامتي كونسل بندېزونو له د فشار اچولو يوې اله په توګه د نه كارولو او د افغانسان د عبوري جكومت عهدېدارو باندې د لګولو بندېزونو د پورته كولو غوښتنه كړې ده ٬ د يادونې وړ ده د افغانستان د لنډ مهاله حكومت چې كومو مشرانو ته د سفري بنديزونو نه استثنٰې ترلاسه ده ھغوي به هم د سلامتي كونسل په دې معامله كښې تر پرېكړې سفر نشي كولې۔ د يادونې وړ ده سلامتي كونسل د كال 2011 قرارداد له مخئ په 135 طالب لارښوو سفري بنديزونه لګولي وو٬ دا وخت د افغانستان ديارلس لارښود د سفري بندېزونو څخه استثنې لري حلانكه د سلامتي كونسل 2011 يو قرارداد تر مخه په 135 الب لارښودو بندېظونه لګولې شوي

مزید خبریں