ملګري ملتونه 19 اګست (اے پي پي)ملګرو ملتونو وئېلي دي اسرائيل دې د بشري حقونو تنظيمونو ته په فلسطين كښې د كار كولو اجازه وركړي۔اسرائيلي ځواكونو تېره ورځ رام الله كښې د 7 بشري حقونو تنظيمونو دفترونو تلاشي اخستې۔هغه يې سيل كړي املاك يې ضبط كړي چې په دې د ملګرو ملتونو وياند سټيفن دوجارك ووئيل اسرائيل له د هغوي دفترونه سيل كول نه دي پكار او د مرستې په …
اسرائيل دې د بشري حقونو تنظيمونو ته په فلسطين كښې د كار كولو اجازه وركړي۔ملګري ملتونه

مزید خبریں
ملګري ملتونه 19 اګست (اے پي پي)ملګرو ملتونو وئېلي دي اسرائيل دې د بشري حقونو تنظيمونو ته په فلسطين كښې د كار كولو اجازه وركړي۔اسرائيلي ځواكونو تېره ورځ رام الله كښې د 7 بشري حقونو تنظيمونو دفترونو تلاشي اخستې۔هغه يې سيل كړي املاك يې ضبط كړي چې په دې د ملګرو ملتونو وياند سټيفن دوجارك ووئيل اسرائيل له د هغوي دفترونه سيل كول نه دي پكار او د مرستې په كاروائيو كښې خنډان نه دي رامخې ته كول پكار۔په فلسطين كښې د ملګرو ملتونو هيومينيټرين كوآرډينېټر وئيلې دي د ادارو بندولو هڅو سره د بشري حقونو لپاره كار كونكې ټولې ادارې ځپلې كېږي كومې چې د فلسطين ځپليو ته مرسته وركوي










