د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل به ﴿نن﴾ د زيارت په ورځ د يوكرېن او تركيې اولس مشرانو سره ملاقات كوي

كېف 18 اګست (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوئټرش به ﴿نن﴾ د زيارت په ورځ د يوكرېن اولس مشر ولاديمير زېلېنسكي او د تركيې رجب طيب اردوان سره ملاقات كوي. د فرانس خبري اژانس له مخې د ملګرو ملتونو وياند سټېفن دوجارك په يو بيان كښې وئيلي دي دا ملاقات به د يوكرېن په لفيف ښار كښې كېږي چې پكښې به د يوكرېن شخړې په سياسي …

كېف 18 اګست (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوئټرش به ﴿نن﴾ د زيارت په ورځ د يوكرېن اولس مشر ولاديمير زېلېنسكي او د تركيې رجب طيب اردوان سره ملاقات كوي. د فرانس خبري اژانس له مخې د ملګرو ملتونو وياند سټېفن دوجارك په يو بيان كښې وئيلي دي دا ملاقات به د يوكرېن په لفيف ښار كښې كېږي چې پكښې به د يوكرېن شخړې په سياسي حل خبرې اترې كولې شي. د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل به د جمعې په ورځ د يوكرېن د اوډيسا ښار دوره كوي او د دې نه پس به تركيې ته هم ځي

مزید خبریں