کابل 17 اګست (اے پي پي) د افغانستان په جوز جان ولايت كښې د اور لګېدو پېښې له امله 800 كورنۍ بې كوره شوي۔ د چين خبر رسنې دارې له مخئ د ځائي پوليس وياند عبدالستار حليمي ميډيا ته ووئيل د فېض آباد اولسوالۍ په مرديان بالا كلي كښې يو څو ورځې وړاندې اور لګېدلے چې پكښې به هره ورځ پنځه شپږ كورونه په بشپړه يا په جزوي توګه سوځېدل …
افغانستان٬ د اور لګېدو پېښه٬ 800 كورنۍ بې كوره شوې

مزید خبریں
کابل 17 اګست (اے پي پي) د افغانستان په جوز جان ولايت كښې د اور لګېدو پېښې له امله 800 كورنۍ بې كوره شوي۔ د چين خبر رسنې دارې له مخئ د ځائي پوليس وياند عبدالستار حليمي ميډيا ته ووئيل د فېض آباد اولسوالۍ په مرديان بالا كلي كښې يو څو ورځې وړاندې اور لګېدلے چې پكښې به هره ورځ پنځه شپږ كورونه په بشپړه يا په جزوي توګه سوځېدل او تر اوسه 120 كورونه په بشپړه توګه سوځېدلې دي۔ ده ووئيل د اور لګېدو له امله د سيمې اولس د ولايت سرښار شبرغان او ګاونډي لوايت بلخ پلو كډه كړې۔ ده ووئيل تر اوسه د اور لګېدو د سبب تعين نه دے شوے










