د آزادۍ په 75مه سالګره د “ډائمنډ جوبلي” په موقع په چين كښې د پاکستان سفارت څلور مني ډاکومنټريز جاري كړل

بيجنګ 12 اګست (اے پي پي) په چين كښې د پاکستان سفارت د آزادۍ په 75مه سالګره د "ډائمنډ جوبلي" په موقع څلور مني ډاکومنټريز جاري كړې دي . د چين وېب پاڼې چائنا اکنامك نېټ رپورټ له مخې نزدې د دوه دقيقو د مختصر دورانيې ډاکومنټريز د چين په دريو نوموړو سوشل ميډيا پليټ فارمز کوئيشو، دويين او ويبو ښودلے كېږي د كومو چې درې كلپس د چين وګړو …

بيجنګ 12 اګست (اے پي پي) په چين كښې د پاکستان سفارت د آزادۍ په 75مه سالګره د “ډائمنډ جوبلي” په موقع څلور مني ډاکومنټريز جاري كړې دي . د چين وېب پاڼې چائنا اکنامك نېټ رپورټ له مخې نزدې د دوه دقيقو د مختصر دورانيې ډاکومنټريز د چين په دريو نوموړو سوشل ميډيا پليټ فارمز کوئيشو، دويين او ويبو ښودلے كېږي د كومو چې درې كلپس د چين وګړو ډېر ستائيلي دي۔ په ډاکو منټريز كښې د پاكستان خوراكونو٬ دستکارۍ، اخترونو او د تعمير فن سره سره د لاس جوړ ناوياته څيزونه٬ باسمتي وريژې٬ قالينونه او د پاكستان قامي ځناور مارخو پورې ټول آرټسټك څيزونه ښودلې شوي۔ د سوشل ميډيا يو صارف وئيلي دي د پاكستان د خوراكونو په ليدو مې خله كښې اوبه راغلې ٬ كله چې كرونا وباء ختمه شي نو پاكستان ته به ځم٬ بل يو صارف وئيلي دي د دستكارۍ دا څيزونه مونږ د كوم ځايه ترلاسه كولې شو لنك هم شېئر كړې ۔ سفارت وئيلي دي د آزادۍ د جشن ګولډن جوبلي په لړ كښې به 7 مني ډاکو منټريز جاري كوٶ

مزید خبریں