پي ډي اېم اے د خېبر پښتونخوا شمالي وزيرستان او د ضلع خېبر ځپليو لپاره 29 كروړه 64 لكه روپۍ فنډ جاري كړو

پېښور 12 اګست (اے پي پي) پروونشل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ (پي ډي اېم اے) د خېبر پښتونخوا شمالي وزيرستان او د ضلع خېبر ځپليو لپاره 29 كروړه 64 لكه روپۍ فنډ جاري كړے۔ د پي ډي اېم اے ډائريكټر جنرل شريف حسېن له مخې ذكر شوے فنډ هره مياشت د نغدې مرستې او راشن په مد كښې ريليز كړے شوے كوم چې د شمالي وزيرستان او د ضلع خېبر په …

پېښور 12 اګست (اے پي پي) پروونشل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ (پي ډي اېم اے) د خېبر پښتونخوا شمالي وزيرستان او د ضلع خېبر ځپليو لپاره 29 كروړه 64 لكه روپۍ فنډ جاري كړے۔ د پي ډي اېم اے ډائريكټر جنرل شريف حسېن له مخې ذكر شوے فنډ هره مياشت د نغدې مرستې او راشن په مد كښې ريليز كړے شوے كوم چې د شمالي وزيرستان او د ضلع خېبر په 14 زره 600 رجسټرډ ځپليو كورنيو وېشلې شي۔ د يادونې وړ ده دا فنډز ھغه شپږ زره نه زياتو كورنيو ته هم وركړے كېږي څوك چې په دې وروستيو كښې د افغانستان نه راستانه شوي او د نادرا نه باقاعده تصديق شوي۔ ده ووئيل د شمالي وزيرستان ځپليو ته وركړے كېدونكے دا 96مې قسط دے او د راشن په مد كښې لسم قسط دے كوم چې د كرونا په مهال د راشن بندېدو نه پس د صوبائي حكومت لخوا ځپليو ته وركړے كېږي

مزید خبریں