كوئټه 12 اګست (اے پي پي)د پاكستان تحريك انصاف صوبائي مشر ملك حمزه خان ناصر وئېلي دي د پاكستان 75مه آزادۍ ورځ به په بشپړه توګه لمانځلې شي٬مونږ له به په دې موقع لوظ كول وي چې د پاكستان سالميت لپاره به د كومې هم قربانۍ څخه ډډه نه كوو۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د جمعې په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې كړې۔ده ووئيل د اګست 14مې …
د پاكستان 75مه آزادۍ ورځ به په بشپړه توګه لمانځلې شي۔د پي ټي آئي لارښود ملك حمزه خان ناصر

مزید خبریں
كوئټه 12 اګست (اے پي پي)د پاكستان تحريك انصاف صوبائي مشر ملك حمزه خان ناصر وئېلي دي د پاكستان 75مه آزادۍ ورځ به په بشپړه توګه لمانځلې شي٬مونږ له به په دې موقع لوظ كول وي چې د پاكستان سالميت لپاره به د كومې هم قربانۍ څخه ډډه نه كوو۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د جمعې په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې كړې۔ده ووئيل د اګست 14مې نېټې ورځ د تجديد عهد او وفا ورځ ده ٬ مونږ يو آزاد هېواد اسلامي جمهوريه پاكستان لرو كوم چې د لوي څښتن نعمت دے٬د دې هېواد پرمختګ بقاﺀ او خوشحالۍ لپاره د هر مكتبه فكر خلقو له كردار ادا كول دي٬ ده ووئېل د بلوچستان اولس به د خوږ هېواد 75م د آزادۍ جشن په جوش او جذبه لمانځي۔د آزادۍ ورځې په موقع به په ټول بلوجستان كښې د پي ټي آئي داهتمام لاندې لاريونونه ويستلے شي او هېواد سره به د مينې څرګندونه كولې شي۔










