مقبوضه بيت المقدس 12 اګست (اے پي پي) په مقبوضه بيت المقدس كښې د مسافرو بس د ډرائيور څخه بې قابو كېدو سره د اډې ديوال سره ټكر شوے او په نتيجه كښې يې 2 تنه مړه او 6 ژوبل شوي دي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د اسرائيل نېشنل ايمرجنسي مېډيكل سروس ميګن ډيوډايډوم وئيلي دي چې په پېښه كښې په مړو شويو دوه كسانو كښې يوه …
په مقبوضه بيت المقدس كښې ټرافېكي پېښه٬ 2 تنه مړه٬ 6 ژوبل

مزید خبریں
مقبوضه بيت المقدس 12 اګست (اے پي پي) په مقبوضه بيت المقدس كښې د مسافرو بس د ډرائيور څخه بې قابو كېدو سره د اډې ديوال سره ټكر شوے او په نتيجه كښې يې 2 تنه مړه او 6 ژوبل شوي دي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د اسرائيل نېشنل ايمرجنسي مېډيكل سروس ميګن ډيوډايډوم وئيلي دي چې په پېښه كښې په مړو شويو دوه كسانو كښې يوه 30 كلنه مېرمن او يوه درې كلنه ماشومه شامله ده۔ د رېسكيو ډلې د پېښې ځاې ته رسېدو سره مړه او ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته رسولي چرته چې د يو حالت اندېښمن دے۔ پوليسو د ډرائيور په ضد مقدمه درج كولو سره نورې پلټنې پیل كړې دي










