ابوجا 12 اګست (اے پي پي) د نائيجېريا امنيتي ځواكونو د هېواد په شمالي ختيزه سيمه كښې د تېرو دوه اونيو په مهال د ترهه ګرۍ مخ نيوي په عملياتو كښې 29 عسكريت خوښي وژلي او 55 ئې نيولي دي۔ د چينائي مېډيا د نائيجېريا د ځواكونو وياند برنارډاونيو په اړه ووئيل چې د ترهه ګرۍ مخ نيوي عملياتو په مهال په سيمه كښې 52 تښتول شوي كسان هم خوشې …
په نائيجېريا كښې د امنيتي ځواكونو په عملياتو كښې 29 عسكريت خوښي مړه٬ 55 نيول شوي

مزید خبریں
ابوجا 12 اګست (اے پي پي) د نائيجېريا امنيتي ځواكونو د هېواد په شمالي ختيزه سيمه كښې د تېرو دوه اونيو په مهال د ترهه ګرۍ مخ نيوي په عملياتو كښې 29 عسكريت خوښي وژلي او 55 ئې نيولي دي۔ د چينائي مېډيا د نائيجېريا د ځواكونو وياند برنارډاونيو په اړه ووئيل چې د ترهه ګرۍ مخ نيوي عملياتو په مهال په سيمه كښې 52 تښتول شوي كسان هم خوشې كړې شوي او هم د دې مودې په مهال د بوكو حرام تر كنټرول لاندې سيمه كښې ټول 1755 عسكريت خوښو او د هغوي كورنيو د حكومتي ځواكونو په وړاندې وسله غورځولې۔ ده ووئيل چې وسله غورځونكو ټولو عسكريت خوښو او د هغوي د كورنيو معلومات ترلاسه كولو سره هغوي اړوند چارواكو ته سپارل شوي دي










