كوئټه 10 اګست (اے پي پي) د بلوچستان پي ډي اېم اے محكمې په صوبه كښې د بارانونو له امله د شوي زيان په اړه نوې رپورټ جاري كړے۔ د 24 ساعتونو په مهال د بارانونو له امله كوم ځاني و مالي زيان نه دې شوې۔ د شورو په ورځ د پروونشل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټۍ (پي ډي اېم اے) رپورټ له مخې د جون وړومبۍ نېټې څخه د اګست تر …
په بلوچستان كښې د جون وړومبۍ نېټې څخه تر اګست 6مې نېټې د بارانونو او سېلاب له امله په بېلو پیښو كښې 176 كسان په حق رسېدلې دي۔ د پي ډي اېم اے وياند

مزید خبریں
كوئټه 10 اګست (اے پي پي) د بلوچستان پي ډي اېم اے محكمې په صوبه كښې د بارانونو له امله د شوي زيان په اړه نوې رپورټ جاري كړے۔ د 24 ساعتونو په مهال د بارانونو له امله كوم ځاني و مالي زيان نه دې شوې۔ د شورو په ورځ د پروونشل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټۍ (پي ډي اېم اے) رپورټ له مخې د جون وړومبۍ نېټې څخه د اګست تر 6مې نېټې د بارانونو او سېلاب له امله بولان، کوئټه، ژوب، دکی، خضدار ،کوهلو،کیچ، مستونګ، ہرنائی،قلعه سیف اللہ او سبی كښې په بېلو پېښو كښې 176 كسان مړه شوي چې پكښې مېرمنې او ماشومان شامل دي او 75 كسان ژوبل شوي۔ د وياند له مخې د بارانونو او سېلاب له امله په ټوله صوبه كښې 18 زره 87 كورونو ته زيان رسېدلې او په 670 كلوميټر مشتمل 6 سترې لارې سختې ځپلې شوې دي۔ د پي ډي اېم اے په رپورټ كښې وئېلې شوي چې د بارانونو له امله په بېلو ځايونو 16 پلونه مات شوي او 23 زره څاوري مړه شوي او په مجموعي توګه 2 لكه ايكړه زمكه ولاړ فصلونو ته زيان رسېدلې۔ په رپورټ كښې وئېلې شوي دي چې تر 14 اګست د تېز هواګانو سره د باران امكان دے۔ په قلعه سیف اللہ، لورالائی، بارکھان کوهلو ،موسی خیل، شیرانی،سبی، ډیرہ بګټی، بولان، قلات خضدار ،لسبیله، آوران ،خاران ،تربت ،پنجګور ،هرنائی او سوراب كښې د سېلاب اندېښنه ده










