كوئټه 09 اګست (اے پي پي) كمانډر 12كور ليفټيننټ جنرال آصف غفور او د كورنيو چارو صوبائي صلاحكار په سنټرل پوليس آفس كښې جوړ كمانډ اينډ كنټرول سنټر دوره وكړه ، لسم محرم الحرام لپاره د سكيورټي انتظامات تفصيلي جاج واخستلې شو۔آئي جي پوليس عبدالخالق شيخ ،ائي جي اېف سي بلوچستان (نارتھ)، انسپكټر جنرل پوليس او نور چارواكي هم په دې موقع موجود وو،پوليس اعليٰ چارواكو د محرم الحرام په …
كمانډر 12 كور ليفټيننټ جنرل آصف غفور او د كورنيو چارو صوبائي صلاحكار د كمانډ اينډ كنټرول سنټر دوره

مزید خبریں
كوئټه 09 اګست (اے پي پي) كمانډر 12كور ليفټيننټ جنرال آصف غفور او د كورنيو چارو صوبائي صلاحكار په سنټرل پوليس آفس كښې جوړ كمانډ اينډ كنټرول سنټر دوره وكړه ، لسم محرم الحرام لپاره د سكيورټي انتظامات تفصيلي جاج واخستلې شو۔آئي جي پوليس عبدالخالق شيخ ،ائي جي اېف سي بلوچستان (نارتھ)، انسپكټر جنرل پوليس او نور چارواكي هم په دې موقع موجود وو،پوليس اعليٰ چارواكو د محرم الحرام په مهال د سكيورټي انتظامات او تيارو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو،بريفنګ كښې ووئيل شول چې ټوله صوبه كښې د محرم الحرام په مهال سكيورټي انتظامات لپاره د پوليس 20 زره څخه زيات اهلكار تعينات كړې شوې ؤ٬ د صوبې په حساس ضلعو كښې امنيت ته خاص پام لرنه شوې وه او د سي سي ټي وي كيمرو په مرسته د محرم الحرام جلوسو نيغ په نيغه مانيټرنګ كيږي،په صوبائي كچه مركزي كنټرول روم نه علاوه ډويژنل او ضلعو په كچه هم كمانډ اينډ كنټرول رومز جوړ شوې۔كمانډر 12 كور او د كورنيو چارو صوبائي صلاحكار مير ضياء محرم الحرام لپاره په امنيتي او نور انتظامات د اطمينان څرګندونه وكړه۔










