د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د بيړي غونډه،اسرائيل او فلسطيني اسلامي جهاد ترمينځه غزه كښې د جنګ بندۍ جاج واخستلې شو

ملګري ملتونه 09 اګست (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د نهې په ورځ د يوې بيړي غونډي په موقع د اسرائيل او فلسطيني اسلامي جهاد (پي آئي جے) ترمينځه غزه كښې د درې ورځو خوڼړۍ جهګړې نه پس د جنګ بندۍ جاج واخست۔په غونډه كښې د ملګرو ملتونو استازي د كونسل غړو او ټولو ډلو ته د لوظنامې د پالنې كولو غوښتنه وكړه دغسې فلسطين كښې وګړو …

ملګري ملتونه 09 اګست (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د نهې په ورځ د يوې بيړي غونډي په موقع د اسرائيل او فلسطيني اسلامي جهاد (پي آئي جے) ترمينځه غزه كښې د درې ورځو خوڼړۍ جهګړې نه پس د جنګ بندۍ جاج واخست۔په غونډه كښې د ملګرو ملتونو استازي د كونسل غړو او ټولو ډلو ته د لوظنامې د پالنې كولو غوښتنه وكړه دغسې فلسطين كښې وګړو او په خاص توګه ماشومان په نښه كولو غندنه وكړې شوه۔مينځني ختيز امن عمل لپاره د ملګرو ملتونو خصوصي رابطه كار ټور وينز لينډ 15 كسيزه كونسل بيړنۍ غونډې ته ووئيل د تشدد سلسله د لسيزو راهسې راروانه پخوانۍ شخړه به سياسي حل سره ختمېږي ٬ چې پكښې جون 1967 كښې په پولو اډانه او د ملګرو ملتونو قراردادونو او نړيوال قانون له مخې اسرائيلي قبضے ختمول او دوه رياستي حل شامل دې۔د 5 او 7 اګست ترمينځه شوې اسرائيلي جارحيت پېښو په اړه د پيش رفت څخه خبرولو سره وينز لينډ ووئيل جنګ بندي برقرار ده۔ملګرو ملتونو د قطر، امريكې، اردن او فلسطيني اتھارټۍ هڅو سره سره په دې لوظنامه كښې په ثالثۍ كښې د مصر مهم كردار هركلې وكړو۔

مزید خبریں