كوز دير 07 اګست (اے پي پي) د كوز دير كمشنر، كمانډنټ كيپټن ريټائرډ محمد زبير خان نيازي اسسټنټ كمشنر ادئنزئي صادق مهمند سره ميدان لال قلعه كښې د شهيد شوې كوز دير ليويز سپاهي باچا روان جنازې لمونځ كښې ګډون وكړو او د شهيد د كورنۍ سره ئې غمرازي او فاتحه خواني وكړه۔په دې موقع ډپټي كمشنر ميډيا سره په خپلو خبرو كښې ووئيل سپاهي باچا روان او پوليس …
كوز دير كمشنر، كمانډنټ د شهيد سپاهي باچا روان جنازې لمونځ كښې ګډون ، كورنۍ سره غمرازي

مزید خبریں
كوز دير 07 اګست (اے پي پي) د كوز دير كمشنر، كمانډنټ كيپټن ريټائرډ محمد زبير خان نيازي اسسټنټ كمشنر ادئنزئي صادق مهمند سره ميدان لال قلعه كښې د شهيد شوې كوز دير ليويز سپاهي باچا روان جنازې لمونځ كښې ګډون وكړو او د شهيد د كورنۍ سره ئې غمرازي او فاتحه خواني وكړه۔په دې موقع ډپټي كمشنر ميډيا سره په خپلو خبرو كښې ووئيل سپاهي باچا روان او پوليس كانسټبل نصير محمد هېواد لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركړي ٬ د شهيدانو قربانۍ به بې ځايه نه ځي،د شهيدانو كورنۍ به يواځې نه شي پرېښودلې۔ده ووئيل پېښه كښې ككړ كسان به نيولو سره قانون سره مخ كولې شي۔ جنازې په لمونځ كښې سركاري ملازمانو ، كوز دير ليويز اهلكارو علم شير (دير ليويز ايډجوټينټ) ټاكلې شوي نمائندګانو او اولس ګڼ شمير كښې ګډون وكړو،د شهيدانو د جنازې لمونځ اوچ سټيډيم كښې سركاري اعزاز سره ادا كړې شو۔










