مقبوضه کشمير كښې ماورائے عدالت قتلونه راون دي٬ د پنځم اګست كال 2019 نه پس د مقبوضه كشمير صورتحال لا خراب شوے۔ مير چنګير خان جمالي

کوئټه 05 اګست (اے پي پي)د پاکستان پيپلز پارټۍ صوبائي صدر مير چنګير خان جمالي،عمومي سېكتر روزي خان کاکړ، او نورو وئيلي دي مقبوضه کشمير كښې ماورائے عدالت قتلونه راون دي٬ د پنځم اګست كال 2019 نه پس د مقبوضه كشمير صورتحال لا خراب شوے، هند د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قرارداونو او د بشري حقونو د قوانين پرله پسې خلاف ورزۍ كوي۔ د جمعې په ورځ د كشمير …

کوئټه 05 اګست (اے پي پي)د پاکستان پيپلز پارټۍ صوبائي صدر مير چنګير خان جمالي،عمومي سېكتر روزي خان کاکړ، او نورو وئيلي دي مقبوضه کشمير كښې ماورائے عدالت قتلونه راون دي٬ د پنځم اګست كال 2019 نه پس د مقبوضه كشمير صورتحال لا خراب شوے، هند د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قرارداونو او د بشري حقونو د قوانين پرله پسې خلاف ورزۍ كوي۔ د جمعې په ورځ د كشمير استحصال ورځې په موقع خپل بيان كښې دوي ووئيل په مقبوضه جمو و کشمير كښې د نهه لكه نه زيات هندي عسكر قابض دي٬ په مقبوضه جمو و کشمير كښې لاك ډاؤن، انټرنېټ بندېدل او په كشمير كښې ماورائے عدالت قتلونه راون دي او د پنځم اګست كال 2019 نه تر اوسه 660 كشميريان شهيدان شوي دي ٬ د دوي بې كوره كولو لپاره مختلف حربې كارولې كېږي او د كشمير د آبادۍ تناسب بدلولو هڅې روانې دي۔ دوي ووئيل به غېر قانوني توګه ډومېسائل او اكثريت په اقليت د بدلولو هڅې كېږي۔ د بلوچستان پاکستان پيپلز پارټۍ مشرانو ووئيل پاكستان به د كشميريانو د خپلواكۍ حق هلو ځلو هر ډول ممكنه اخلاقي٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان شي٬ دغسې دوي د شهيد برهان واني پشمول د كشمير ټولو شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كړي

مزید خبریں