جمو او کشمیر كښې د 5 اګست 2019 نه تر اوسه د 13 ميرمنو پشمول 662 کشمیریان شهيدان كړے شوي٬ رپورټ

سرینګر 05 اګست (اے پي پي) د هند په غير قانونی تسلط كښې جمو او کشمیر كښې د مودي فسطائی هندي حکومت د اړخه د 5 اګست 2019 د جمو او کشمیر خصوصی حیثیت ختمولو غیر قانونی اقدام نه پس جمو او كشمير كښې د کشمیریانو د ماورائے عدالت قتلونو ، ګرفتارو ، د املاك تباهي او د بشري حقونو خلاف ورزو كښې تر تشویشناك حده اضافه شوې ۔ د کشمیر میډیا سروس ریسرچ سیکشن د اړخه نن د هندوتوا حکومت يو اړخيزه او غیر قانونی اقدام 3 كاله په پوره كيدو جاري رپورټ كښې وئيلي شوي په دې مهال د هند عسكرو د 13 ميرمنو پشمول 662 کشمیریان شهيدان كړي ۔رپورټ كښې وئيلي شوي د کل جماعتی حریت كانفرنس سینئر لارښود محمد اشرف صحرائی پشمول ګڼ كشميريان په دې مهال د هند پوليس په حراست كښې شهيدان شوي ۔ رپورټ كښې وئيلي شوي په دې مهال د هند عسكرو او پولیس په امناكه مظاهرچيانو ډزو ، پیلټ ګنز او د اوښكو بهيونكي ګیس بې دريغه استعمال په وجه 2 زره 278 کشمیریان ژوبل شوې۔رپورټ كښې په واضحه ډول وئيلي شوي د 5 اګست 2019 نه پس د شهیدو شوو كشميريانو شميره 2011 نه تر 2015 په مهال د شوو شهادتونو څخه زياته ده۔ رپورټ له مخې زياتره کشمیریان جمو او کشمیر كښې د محاصرې او لټون په مهال د تشدد کارروائیو په مهال جعلي مقابلو او د حراست په مهال بې دريغه تشدد كښې شهيدان كړے شوي دي