مونږ به په هر محاذ د كشميري اولس اخلاقي او سفارتي ملاتړ جاري ساتو۔ مشتاق احمد غني

پېښور 04 اګست (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا لنډمهاله ګورنرمشتاق احمدغني د كشمير استحصال ورځ په موقع خپل پېغام كښې وئيلي دي چې مونږ به په هر محاذ د كشميري اولس اخلاقي او سفارتي ملاتړ جاري ساتو، د اګست په پنځمه نيټه كال 2019 د مودي حكومت د مقبوضه جمو و کشمير قانوني حېثيت بدلولو سره نه يوازې د مقبوضه كشمير ناوړه استحصال كړې بلكې په بې ګناه كشميريانو ئې …

پېښور 04 اګست (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا لنډمهاله ګورنرمشتاق احمدغني د كشمير استحصال ورځ په موقع خپل پېغام كښې وئيلي دي چې مونږ به په هر محاذ د كشميري اولس اخلاقي او سفارتي ملاتړ جاري ساتو، د اګست په پنځمه نيټه كال 2019 د مودي حكومت د مقبوضه جمو و کشمير قانوني حېثيت بدلولو سره نه يوازې د مقبوضه كشمير ناوړه استحصال كړې بلكې په بې ګناه كشميريانو ئې د ظلم او بربريت نوې دورې پېل كړې۔ نن به د خېبر پښتونخوا پشمول ګرد هېواد كښې د كشمير استحصال ورځ لمانځلو سره نړۍ ته باور وركولې شي پاكستانې اولس د تل غوندې مظلوم كشميري اولس سره ولاړ دے او په هر محاذ به د كشميري اولس اخلاقي٬ او سفارتي ملاتړ جاري ساتي

مزید خبریں