د ګلګت بلتستان په ټولو ضلعو كښې به(نن)د كشمير استحصال ورځ لمانځلې شي

ګلګت 04 اګست (اے پي پي)د هند غېر قانوني د تسلط لاندې جمو كشمير كښې د هند غېر قانوني٬غېر اخلاقي او غېر آئيني اقدام غندنې لپاره (نن)د جمعې په ورځ د ټول هېواد پشان د ګلګت بلتستان په ټولو ضلعو كښې هم د كشمير د استحصال ورځ لمانځلې شي۔د ګلګت بلتستان حكومت د استحصال ورځې په موقع د مظلومو كشميريانو سره د يووالي څرګندونې لپاره د مختلف نوعيت دستورو خاص …

ګلګت 04 اګست (اے پي پي)د هند غېر قانوني د تسلط لاندې جمو كشمير كښې د هند غېر قانوني٬غېر اخلاقي او غېر آئيني اقدام غندنې لپاره (نن)د جمعې په ورځ د ټول هېواد پشان د ګلګت بلتستان په ټولو ضلعو كښې هم د كشمير د استحصال ورځ لمانځلې شي۔د ګلګت بلتستان حكومت د استحصال ورځې په موقع د مظلومو كشميريانو سره د يووالي څرګندونې لپاره د مختلف نوعيت دستورو خاص اهتمام كړے او د كشميريانو په ملاتړ كښې به ټول ګلګت بلتستان كښې لاريونونه ويستلے شي او مظاهرې به كولې شي چې پكښې به د هرې طبقې خلق په بشپړه توګه ګډون كوي۔په دې موقع لاريونونه خپلو كشميريانو ته دا پیغام وركوي چې د پاكستان اولس به د حق خود اراديت لپاره د هغوي منصفانه هلې ځلې او د هند ځواكونو ظلم په ضد تل د كشميريانو سره ولاړ وي۔په دې موقع د سول سوسائټۍ تنظيمونو د كشميري اولس په ضد د بشري حقونو سنګينې خلاف ورزۍ رامخې ته كولو لپاره سېمينارونه او د نورو دستورو اهتمام كړے

مزید خبریں