فيصل آباد 04 اګست (اے پي پي)د فيصل آباد پشمول ټول ډويژن كښې به د جمو كشمير خصوصي حېثيت ختمولو د هند غېر قانوني او يو اړخيزه اقدام په ضد د كشمير استحصال ورځ په بشپړه ډول لمانځلې شي۔په دې موقع به سهار لس بجې د يو دقيقې لپاره خاموشي اختيارولې شي٬هر وګړے به د كشميريانو ورونو سره د يووالي څرګندونه كوي او ملګرو ملتونو ته به په ډاګه كولې …
د فيصل آباد په ټول ډويژن كښې به(نن)د اګست پنځمه نېټه د كشمير استحصال ورځې په توګه لمانحلې شي۔

مزید خبریں
فيصل آباد 04 اګست (اے پي پي)د فيصل آباد پشمول ټول ډويژن كښې به د جمو كشمير خصوصي حېثيت ختمولو د هند غېر قانوني او يو اړخيزه اقدام په ضد د كشمير استحصال ورځ په بشپړه ډول لمانځلې شي۔په دې موقع به سهار لس بجې د يو دقيقې لپاره خاموشي اختيارولې شي٬هر وګړے به د كشميريانو ورونو سره د يووالي څرګندونه كوي او ملګرو ملتونو ته به په ډاګه كولې شي چې د حق خود اراديت ترلاسه كولو لپاره پاكسانے قام كشميري اولس سره ولاړ دے او د كشمير ترجمانۍ له به د هغوي غږ به په ټوله نړۍ كښې پورته كولې شي۔په دې اړه د مركزي علماﺀ كونسل پاكستان مشر صاحبزاده زاهد محمود قاسمي٬د پاكستان علماﺀ كونسل مركزي ډپټي سېكرټري او د پنجاب علماﺀ بورډ ډپټي سېكرټري٬د صوبائي اسمبلۍ غړو او نورو انتظاميې او سياسي شخصيات ووئيل مونږ به د اګست پنځمه نېټه د جمو كشمير خصوصي حېثيت ختمولو د هند غېر قانوني او يو اړخيزه اقدام په درې كاله پوره كېدو د هند په ضد د استحصال ورځ لمانځلو سره ثابتوو چې زمونږ كشميري وروڼه د آزادۍ تحريك كښې يواځې نه دي۔دوي مودي د نوي دور هټلر ګرځولو سره ووئيل د مودي اقدامات يواځې د كمشير نه بلكې د هند لپاره به هم مسئله جوړېږي كومو څخه به چې د آزاد كشمير د ازادۍ لاره هواره شي۔دوي ووئيل د پاكستان هر كس د كشميريانو خپلو وروڼو سره ولاړ دے٬ دوي ووئېل نن پاكستانے قام د كشميريانو سره د بشړه يووالي په څرګندونه به نړۍ ته اوښائي چې كشمير د پاكستان شه رګ دے او مونږ به د خپل شه رګ حفاظت لپاره د كوم هم اقدام څخه ډډه نه كوو









