د كشمير د ازادۍ هلو ځلو د وړاندې څخه زيات زور نيولے٬هغه ورځ لرې نه ده چې كشميريان به د آزادۍ ورځ اوويني۔د جمو كشمير فريډيم موومنټ کنونیئر

سيالكوټ 03 اګست (اے پي پي)د جمو كشمير فريډيم موومنټ كنونيئر ډاكټر زاهد غني ډار وئېلي دي د كشمير د ازادۍ هلو ځلو د وړاندې څخه زيات زور نيولے ٬هغه ورځ لرې نه ده چې كشميريان به د آزادۍ ورځ اوويني۔د شورو په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل په 5 اګست 2019 د هند حكومت اقدام غېر آئيني او غېر قانوني دے د كوم چې …

سيالكوټ 03 اګست (اے پي پي)د جمو كشمير فريډيم موومنټ كنونيئر ډاكټر زاهد غني ډار وئېلي دي د كشمير د ازادۍ هلو ځلو د وړاندې څخه زيات زور نيولے ٬هغه ورځ لرې نه ده چې كشميريان به د آزادۍ ورځ اوويني۔د شورو په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل په 5 اګست 2019 د هند حكومت اقدام غېر آئيني او غېر قانوني دے د كوم چې مونږ غندنه كوو۔ده ووئيل برصغير پاك وهند كښې د تل پاتې امن باوري كولو لپاره د كشمير شخړه زر او په امن حل كول ضروري ده ۔ده غوښتنه وكړه چې هند دې په متنازعه قانون كښې بدلون بېرته واخلي او د مقبوضه كشمير د 5 اګست 2019 څخه وړاندې حېثيت دې بحال كړي۔ ده ووئېل هندي حكومت د صدارتي آرډيننس د لارې د مقبوضه كشمير خصوصي حېثيت ختم كړے او ټول جمو كشمير ئې د هندي اولس لپاره پرانستلے دے٬ده ووئېل اوس د هند وګړي هلته د زمكې ملكيتي حقونه اخستلے شي او ډوميسائل هم ترلاسه كولې شي٬د هند حكومت دا ډېر لوي سازشي عمل ؤ د كوم د لارې چې هغوي په مقبوضه جمو كشمير كښې جغرافيائي بدلون راوستو سره سره د جمو كشمير د آبادۍ تناسب بدلول غواړي

مزید خبریں