د كشمير استحصال ورځ په موقع به په سعودي عرب كښې هم دستورې كېږي۔ معروف حسېن

کراچي 03 اګست (اے پي پي) د جمو کشمير د اورسيز کميونټۍ وائس چيئرمين او د پاکستان جرنلسټس فورم سعودي عرب صدر او سماجي لارښود معروف حسېن وئيلي دي پاكستان د كشميريانو د معاشي هلو ځلو او د سماجي او سياسي ژوند د محرومولو د ناوړه كوششونو نه خبر دے٬ د كشمير استحصال ورځې په موقع به په سعودي عرب كښې هم مختلف دستورې كولې شي٬ جده كښې د كشمير …

کراچي 03 اګست (اے پي پي) د جمو کشمير د اورسيز کميونټۍ وائس چيئرمين او د پاکستان جرنلسټس فورم سعودي عرب صدر او سماجي لارښود معروف حسېن وئيلي دي پاكستان د كشميريانو د معاشي هلو ځلو او د سماجي او سياسي ژوند د محرومولو د ناوړه كوششونو نه خبر دے٬ د كشمير استحصال ورځې په موقع به په سعودي عرب كښې هم مختلف دستورې كولې شي٬ جده كښې د كشمير استحصال ورځې په لړ كښې ”اے پي پي” سره په خبرو كښې ده د مقبوضه كشمير خپلو وروڼو او خوئندو سره د خپل غېر متزلزل او د پوخ ملاتړ او يووالي څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل كشميريانو سره د يووالي څرګندونې لپاره د استحصال ورځ په لړ كښې په رياض سفارت او د جده په قونصلګرۍ كښې بېلا بېلې دستورې روانې دي دغسې چې د هند لخوا په مقبوضه كشمير كښې د ظلمونو او بربريت په ضد موثره غږ پورته كړے شي۔ معروف حسېن دا هيله هم څرګنده وكړه چې زمونږ كشميري وروڼه خوېندې به خپلې هلې ځلې روانې ساتي او تر هغه وخت به ثابت قدم به وي تر څو چې كشمير آزاد نشي

مزید خبریں