پېنډۍ 03 اګست (اے پي پي)د چورلكې په پېښه كښې د شهيدانو مېجر سعيد او نائيك مدثر فياض د جنازې مونځ آبائي سيمو كښې او د مېجر طلحه په پېنډۍ كښې ادا كړے شوے۔ د جنازې په مونځ كښې د پاك پوځ چيف آف جنرل سټاف لېفټيننټ جنرل اظهر عباس، د پېنډۍ کورلېفټيننټ جنرل ساحر شمشاد مرزا، سينئر حاضر سروس او ريټائرډ پوځي چارواكو او د شهيدانو كورنيو سره سره …
د چورلكې په پېښه كښې د شهيدانو مېجر سعيد او نائيك مدثر فياض د جنازې مونځونه ادا كړے شول

مزید خبریں
پېنډۍ 03 اګست (اے پي پي)د چورلكې په پېښه كښې د شهيدانو مېجر سعيد او نائيك مدثر فياض د جنازې مونځ آبائي سيمو كښې او د مېجر طلحه په پېنډۍ كښې ادا كړے شوے۔ د جنازې په مونځ كښې د پاك پوځ چيف آف جنرل سټاف لېفټيننټ جنرل اظهر عباس، د پېنډۍ کورلېفټيننټ جنرل ساحر شمشاد مرزا، سينئر حاضر سروس او ريټائرډ پوځي چارواكو او د شهيدانو كورنيو سره سره د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو په لويه شمېره ګډون كړے۔ په دې موقع د پاك پوځ يوې چمتو ډلې شهيدانو ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو٬ دغسې شهيدان د پوځي اعزاز سره خاورو ته وسپارلے شول۔ په دې مهال د پېنډۍ كور كمانډر د شهيد پلار ته قامي بېرغ وركړو٬ د نائيك مدثر فياض د جنازې مونځ په شكر ګړھ نارووال كښې ادا كړے شوے٬ د جنازې په مونځ كښې د سيالكوټ ګېرېژن جنرل آفيسر کمانډنګ٬ د نارووال ډي پي او سره سره د نارووال ډي سي او او نورو اعلٰې عسكري او سول چارواكو ګډون وكړو٬ شهيد ته د پاك پوځ ډلې ګارډ آف آنر وړاندې كړے او پهقبر قامي بېرغ او د ګلونو څادر غوړولې شوي











