ملتان 02 اګست (اے پي پي) نوموړي دفاعي تجزيه كار او تعليم پوهه پروفېسرعلي سخن ور وئيلي دي هند د آرټيکل 370 او 35 اے خاتمه كولو سره د كشميري كشالې پحقله د ټولې منطقې صورتحال عدم استحكام سره مخ كړے۔ ده استحصال ورځ په لړ كښې اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل په جمو و كشمير د هند غېر قانوني قبضې به دوه چنده منفي اثرات …
جمو و کشمير كښې هندي پوځ 11 لكه كوچنيان يتيمانان او 23 زره مېرمنې كونډې كړي۔ دفاعي تجزيه كار پروفېسر علي سخن ور

مزید خبریں
ملتان 02 اګست (اے پي پي) نوموړي دفاعي تجزيه كار او تعليم پوهه پروفېسرعلي سخن ور وئيلي دي هند د آرټيکل 370 او 35 اے خاتمه كولو سره د كشميري كشالې پحقله د ټولې منطقې صورتحال عدم استحكام سره مخ كړے۔ ده استحصال ورځ په لړ كښې اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل په جمو و كشمير د هند غېر قانوني قبضې به دوه چنده منفي اثرات مرتب شي۔ ده ووئيل په جمو و كشمير كښې هندي ظلمونه د كشميريانو حوصلې نشي كمزورې كولې٬ د كال 1989 نه پس تر اوسه هندي پوځ يو لك كشميريان قتل كړياو د 7 زره نه زيات په حراست كښې وژلې شوي٬ د يوولس زرو نه زياتو مېرمنو سره جنسي تېرے شوے٬ دغسې پوځ 11 لكه كوچنيان يتيمانان او 23 زره مېرمنې كونډې كړي۔ ده ووئيل نړيواله ورورولي دې چې د دې بدترين صورتحال نوټس واخلي دغسې چې د كشميريانو د آزادۍ خوب رښتيا كړے شي







