پاكستان سره د فضائي لارو بحالي او د پلاويو تګ راتګ زياتولو له خوښي لرو۔د چين عهديدار

بيجنګ 02 اګست (اے پي پي)چين وئېلي دي پاكستان سره د فضائي لارو بحالي او د پلاويو تبادلو كښې د پراختيا خوښي لرو۔د چين خارجه وزارت سينئر عهديدار وئېلي دي تېره اونۍ د ازبكستان په پايه تخت تاشقند كښې د اېس سي او تنظيم خارجه وزيرانو كونسل غونډې په موقع د چين خارجه وزير وانګ ژي د پاكستان خپل هم څنګ بلاول بهټو زرداري سره خبرو په مهال وئېلي دي …

بيجنګ 02 اګست (اے پي پي)چين وئېلي دي پاكستان سره د فضائي لارو بحالي او د پلاويو تبادلو كښې د پراختيا خوښي لرو۔د چين خارجه وزارت سينئر عهديدار وئېلي دي تېره اونۍ د ازبكستان په پايه تخت تاشقند كښې د اېس سي او تنظيم خارجه وزيرانو كونسل غونډې په موقع د چين خارجه وزير وانګ ژي د پاكستان خپل هم څنګ بلاول بهټو زرداري سره خبرو په مهال وئېلي دي چين پاكستان سره په مناسب ډول د فضائي لارو بحالي او د پلاويو په تبادلو كښې د پراختيا خوښي لري۔دا مهال پي آئي اے د چين لپاره په اونۍ كښې دوه پروازونه چلوي چې پكښې يو پرواز اسلام آباد نه چينګډوز او بل د اسلام آباد نه شيان بيجنګ شامل دے۔د پوهانو له مخې د چين او پاكستان ترمينځه ګڼ شمېر روټس لپاره د پروازونو بحالۍ څخه په چين كښې د پاكستان كميونټۍ٬عهديدار٬سوداګر او زده كونوكي او په پاكستان كښې د سي پیك له مخې په روانو بشپړېدونكو پروژو كار كوونكي چينائي وګړي مستفيد شي

مزید خبریں