هندو انتهاخوښي تنظيم شيوسينا د دفعه 370 په منسوخې د جشن لمانځلو څخه انكار وكړو

جمو 02 اګست (اے پي پي)هندو انتهاخوښي شيوسينا تنظيم اعتراف كړے چې د دفعه 370 له مخې د هند غېر قانوني زير تسلط جمو كشمير ته خصوصي حېثيت ترلاسه ؤ ٬ په منسوخۍ د هندوانو خوشحالي د دې يو اړخيزه اقدام نه پس د مودي حكومت اولس دښمنه پالېسو په سبب په خفګان بدله شوې ۔د كشمير مېډيا سروس له مخې د هند غېر قانوني زير تسلط جمو او كشمير …

جمو 02 اګست (اے پي پي)هندو انتهاخوښي شيوسينا تنظيم اعتراف كړے چې د دفعه 370 له مخې د هند غېر قانوني زير تسلط جمو كشمير ته خصوصي حېثيت ترلاسه ؤ ٬ په منسوخۍ د هندوانو خوشحالي د دې يو اړخيزه اقدام نه پس د مودي حكومت اولس دښمنه پالېسو په سبب په خفګان بدله شوې ۔د كشمير مېډيا سروس له مخې د هند غېر قانوني زير تسلط جمو او كشمير كښې د شوسينا مشر منيشن ساهني جمو كښې كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال ووئيل د تسلط لاندې سيمه كښې د مودي حكومت اولس دښمنه پالېسو په سبب شيو سينا كوم چې هر كال د اګست 5مه نېټه په بشپړه توګه د انضمام “سمپورن وائل ديوس” ورځې په توګه لمانځي سږ كال دا ورځ د نه لمانځلو پريكړه كړې۔منيش شاهني ووئيل د بي جے پي په مشرۍ كښې د هند حكومت د جمو كشمير صورتحال پھ اړه په ټول هند كښې د دروغو په پروپیګنډه كولو د دې پريكړې نه سياسي ګټه پورته كړې۔ده ووئيل حكمران بي جے پي هندوتوا نظريه هم د يوې دهوكې نه زيات هيڅ نه ده

مزید خبریں