سيالکوټ 02 اګست (اے پي پي) د پاکستان پشمول ګرده نړۍ كښې به كشميريانو سره د يووالي څرګندونې لپاره د اګست پنځمه نيټه د استحصال ورځې په توګه لمانځلې شي چې مقصد ئې د مودي سركار لخوا په جمو و كشمير قبضې لپاره د كشمير خاص حېثيت ختمولو سره په سيمه كښې د آرټيکل 370 د غېر قانوني اقدام غندنه كول دي٬ د هندي پوځ لخوا د كشمير د محاصرې …
د پاکستان پشمول ګرده نړۍ كښې به كشميريانو سره د يووالي څرګندونې لپاره د اګست پنځمه نيټه د استحصال ورځې په توګه لمانځلې شي

مزید خبریں
سيالکوټ 02 اګست (اے پي پي) د پاکستان پشمول ګرده نړۍ كښې به كشميريانو سره د يووالي څرګندونې لپاره د اګست پنځمه نيټه د استحصال ورځې په توګه لمانځلې شي چې مقصد ئې د مودي سركار لخوا په جمو و كشمير قبضې لپاره د كشمير خاص حېثيت ختمولو سره په سيمه كښې د آرټيکل 370 د غېر قانوني اقدام غندنه كول دي٬ د هندي پوځ لخوا د كشمير د محاصرې درې كاله بشپړېدو سره به په ګرد هېواد كښې دا ورځ د اسحتصال په توګه لمانځلې شي، په دې لړ كښې د سيالکوټ پشمول ټول هېواد كښې به لاريونونه كولې شي او دستورې به هم كېږي چې پكښې به كشميريانو سره په بشپړه توګه د يووالي څرګندونه كولې شي او په كشمير كښې د مودي سركار لخوا د آرټيکل 370 په نفاذ به احتجاجي مظاهرې كولې شي۔ د يادونې وړ ده په پنځم اګست كال 2019 د هند وزيراعظم نريندر مودي حکومت د مقبوضه جمو و کشمير جلا رياستي حېثيت ختمولو سره مظلومه كشميريان پخپل رياست كښې د بې كوره كولو سازش نه پس په سيمه كښې د مظاهرو له يرې لاك ډاٶن نافذ كړے دے







