د زرګونو په شمېره د بې ګناه كشميريانو قربانۍ به رنګ راوړي۔ ډاکټر زاهد غني ډار

سيالکوټ 01 اګست (اے پي پي) د جمو و کشمير فريډم موومنټ کنونيئر ډاکټر زاهد غني ډار وئيلي دي چې د زرګونو په شمېره د بې ګناه كشميريانو قربانۍ به رنګ راوړي٬ په كشمير كښې چې تر څوك د آزادۍ لمر څيره نه وي وهلې كشميريان به خپلې هلې ځلې ودامدارې ساتي۔ اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل په نيمه وچه كښې تل پاتې امن باوري كولو …

سيالکوټ 01 اګست (اے پي پي) د جمو و کشمير فريډم موومنټ کنونيئر ډاکټر زاهد غني ډار وئيلي دي چې د زرګونو په شمېره د بې ګناه كشميريانو قربانۍ به رنګ راوړي٬ په كشمير كښې چې تر څوك د آزادۍ لمر څيره نه وي وهلې كشميريان به خپلې هلې ځلې ودامدارې ساتي۔ اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل په نيمه وچه كښې تل پاتې امن باوري كولو لپاره د كشمير شخړه هوارول اوس ضروري شوې ده٬ د کشمير تنازعه د وړاندې هم د دوه اتومي طاقتونو ترمېنځه يو فلېش پوائنټ جوړ شوې دې۔ ده ووئيل هند دې منتازعه قانون كښې بدلون بېرته واخلي او د مقبوضه کشمير د 5م اګست كال 2019 نه وړاندې حيثيت دې بحال كړي۔ پاکستان كښې کشميريان كشمير كاز لپاره يو موټې دي۔ ده ووئيل هند په مقبوضه كشمير كښې په لويه كچه د بشري حقونو خلاف ورزۍ٬ حراستي وژنې او د مظلوم كشمريانو په نسل كشۍ د تشويش څرګندونه كولو سره په نړيوالې ورورولۍ زور رواړې دې چې ھغوي دې د دې عواملو لاره نيولو لپاره په نړيواله كچه په هند فشار اچولو لپاره خپل اثر رسوخ استعمال كړي۔ ده ووئيل د هند دا ناوړه حركات دد نړيوالې ورورولۍ ضمير راويخولو لپاره كافي دي۔

مزید خبریں