تهران 01 اګست (اے پي پي) ايران كښې د سختو بارانونو او سېلاب له امله 69 كسان مړه٬ 39 ټپيان او 45 بې دركه شوې دي۔ د چين ميډيا له مخې د نېشنل ډيزاسټرمېنجمنټ ارګنائزېشن (اېن ډي اېم او) نائب مشر نجاد جهاني ووئيل ايران كښې د روانې اوونۍ په مهال د سختو بارانونو او د سېلاب له امله69 كسان مړه٬ 39 ټپيان او 45 بې دركه شوې دي۔ په …
ايران، د سېلاب له امله 69 كسان مړه٬ 39 ټپيان او 45 بې دركه

مزید خبریں
تهران 01 اګست (اے پي پي) ايران كښې د سختو بارانونو او سېلاب له امله 69 كسان مړه٬ 39 ټپيان او 45 بې دركه شوې دي۔ د چين ميډيا له مخې د نېشنل ډيزاسټرمېنجمنټ ارګنائزېشن (اېن ډي اېم او) نائب مشر نجاد جهاني ووئيل ايران كښې د روانې اوونۍ په مهال د سختو بارانونو او د سېلاب له امله69 كسان مړه٬ 39 ټپيان او 45 بې دركه شوې دي۔ په مړو كښې د شپږو٬ په ژوبل شويو كښې د دريو او په بې دركه كښې د دريو كسانو تعلق عراق سره دے۔ ده د نورې مرګ ژوبلې د اندېښنې څرګندونه هم وكړه۔ د ايران هلال احمر سوسائټۍ صدر پير حسېن وئيلي دې چې د 24 صوبو په 661 سيمو كښې د مرستې كاروائۍ جاري دي٬ د تهران كاٶنټي فېروز كوه پلو پام ګرځولې شوې دې چرته چې د سېلاب له امله په بند سړكونه ټرافېك بحال كړے شوے دے









