كوئټه 30 جولائي (اے پي پي) د بلوچستان په بېلو ضلعو كښې د باران لړۍ روانه ده٬د طوفاني بارانونو نه پس ندي نالو كښې سېلاب صورتحال لا خراب كړې۔د مستونګ په كرد ګاپ سيمه كښې سېلاب كښې په ډوب شويو دوه كسانو كښې د يو كس مړې رايستلې شوے۔ د ضلعيې انتظاميې وېنا ده چې د كانك په سيمه كښې د سېلاب اوبه كورونو ته ننوتلې۔ په زيارت او نورو …
د بلوچستان په بېلو ضلعو كښې باران او سېلاب٬ د پاك پوځ لخوا په ځپليو سيمو كښې فضائي عمليات بلاتعطل روان دي

مزید خبریں
كوئټه 30 جولائي (اے پي پي) د بلوچستان په بېلو ضلعو كښې د باران لړۍ روانه ده٬د طوفاني بارانونو نه پس ندي نالو كښې سېلاب صورتحال لا خراب كړې۔د مستونګ په كرد ګاپ سيمه كښې سېلاب كښې په ډوب شويو دوه كسانو كښې د يو كس مړې رايستلې شوے۔ د ضلعيې انتظاميې وېنا ده چې د كانك په سيمه كښې د سېلاب اوبه كورونو ته ننوتلې۔ په زيارت او نورو خوا او شاه سيمو كښې د سېلاب له امله د سړكونو رابطه متاثره شوې٬ د كوټ مګسي او جهل مګسي په رابطه پل د سېلابي اوبو سخت فشار دې٬د سېلابي اوبو له مله د سېف آباد كينال دروازو ته سخت زيان رسېدلې۔لسبيله كښې د پاك پوځ ځوانانو په ځپليو سيمو كښې فضائي عمليات بلاتعطل روان ساتلي٬د سېلاب له امله جهل مګسي او جعفر آباد سرحدي سيمې اوبو كښې ډوبې دي۔دالبندين كښې د سېلاب له امله د پاك ايران رېلوے سروس معطل شوې۔د بارانونو او سېلاب له امله كوئټه زيارت ستره لاره ډوبه شوې٬پاك افغان سرحدي سيمه كښې بند مات شوې٬بلوجستان كښې د بارانونو او سېلاب له امله تباهي روانه ده۔كوئټه زيارت سترې لارې ځينې ځايونه ډوب شوي او ګاډي ګير شوي چې له امله يې د زيارت ته راتلونكي سېلګري ستونزو سره مخ دي٬د خاورو كمر رالوېدو له امله د كوئټې هرنائي په ستره لاره تګ راتګ معطل شوې او چپرليټ كښې ګاډي ګير شوي







