د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه سره د پولينډ سفير میکیج پسارسکي ملاقات

اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه سره په پاكستان كښې د پولينډ سفير میکیج پسارسکي ملاقات كړے چې پكښې د شريكې خوښې په چارو٬د سيمه ايزې سلامتيا او د دواړو هېوادونو ترمينځه په دوه اړخيزه او دفاعي مرسته د خيالاتو څرګندونه شوې ۔د آئي اېس پي آر له مخې په دې موقع د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه ووئيل …

اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه سره په پاكستان كښې د پولينډ سفير میکیج پسارسکي ملاقات كړے چې پكښې د شريكې خوښې په چارو٬د سيمه ايزې سلامتيا او د دواړو هېوادونو ترمينځه په دوه اړخيزه او دفاعي مرسته د خيالاتو څرګندونه شوې ۔د آئي اېس پي آر له مخې په دې موقع د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه ووئيل پاكستان پولينډ سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري او مونږ د شريكې ګټې په بنياد د شريكې خوښې په څانګو كښې اړيكو زياتولو له هيله لرو۔دواړو شخصياتو د دفاع او سلامتيا په څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو ته د لا ودې وركولو د خواهش پخلے هم وكړو۔خاص مېلمه سيمه ايز امن او استحكام لپاره د پاكستان مثبت كردار وستائېلو او پاكستان سره په هره كچه په سفارتي مرسته كښې د لا ښه والي لپاره ئې د خپل كردار ادا كولو عزم هم وكرو۔

مزید خبریں