پېښور28جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان د زيارت په ورځ د خېبر ميډكل يونيورسټۍ پېښور دوره كړې ده ٬ په دې موقع محمود خان د نوو جوړو شوو اكيډمك بلاك، ايډمن بلاك، پبلكهيلتھ ريفرنس ليب پشمول د پرمختيائي منصوبو پرانسته كړې كومس چې په مجموعي توګه د 69 كروړه روپو په لګښت بشپړې شوې ۔ پبلكهيلتھ ريفرنس لېب په صوبه كښې د خپل نوعيت وړومبنے لېب دے …
د وزيراعلي محمود خان د خېبر ميډيكل يونيورسټي دوره

مزید خبریں
پېښور28جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان د زيارت په ورځ د خېبر ميډكل يونيورسټۍ پېښور دوره كړې ده ٬ په دې موقع محمود خان د نوو جوړو شوو اكيډمك بلاك، ايډمن بلاك، پبلكهيلتھ ريفرنس ليب پشمول د پرمختيائي منصوبو پرانسته كړې كومس چې په مجموعي توګه د 69 كروړه روپو په لګښت بشپړې شوې ۔ پبلكهيلتھ ريفرنس لېب په صوبه كښې د خپل نوعيت وړومبنے لېب دے چې په جوړېدو به ئې اوس په صوبه كښې د پېچلي نوعيت بېلا بېلو رنځونو ټېسټ كېدې شي٬ د دې نه وړاندې به د كانګو تبې او د بېلا بېلو رنځونو ټېسټ اسلام آباد او كراچۍ څخه كېدل۔ په دې موقع د صوبائي كابينې غړي تېمور سليم جھګړا، كامران بنګش او بېرسټر محمد علي سېف هم وزيراعلي سره ملګري وو۔











